افغانستان

فاریاب: د هاوان مرمۍ د لګیدو له امله ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د فاریاب امنیتي چارواکي وايي، د خواجه سبز پوش ولسوالۍ په بازار کې د هاوان مرمۍ لګیدلې ده، چې له امله یې پنځه تنه وژل شوي او له ۴۵ ډېر ټپیان شوي دي.

د خواجه سبز پوش امنیه قومندان هاشم باتور ویلي، چې پېښه نن له غرمې مخکې ۱۱:۳۰ بجې شوې ده او مړه او ټپیان ټول ملکي وګړي دي.

دی زیاتوي، نن د خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې د بازار ورځ وه او ډېری خلک د پیر او پلور لپاره بازار ته راغلي وو، چې د هاوان مرمۍ ولګیده او له پنځو ډېر کسان یې مړه او ټپیان کړل.

د باتور په خبره، کېدای شي د مرګ ژوبلې په شمېره کې ډېروالی راشي؛ ځکه ډېری کسان سخت ټپیان شوي دي او روغتیايي حالت یې ښه نه دی.

تېره اوونۍ په فراه کې د ملي اردو د هاوان د مرمۍ له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي وو.

د هاوان مرمۍ ډېری وخت د اردو د عسکرو له لوري توغول کېږي، چې ډېره مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اړوي.
د فاریاب د نننۍ پېښې مسوولیت تراوسه چا نه ده منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x