نظــر

د جهادي خپرونو پر مفاهيمو د نوي غور ضرورت

په افغانستان باندې د امر یکا تر بيرغ لاندې د غرب يرغل يوازې د افغانانو پر خاوره او سياسي استقلال يرغل ندی، بلکه دا یو  هر اړخيز يرغل دی چې دخاورې د نيولو او د افغانانو د سياسي استقلال د سلبولو ترڅنګ د افغانانو دين، فکر، اخلاق، ټولنيز جوړښت، ټولنيز ارزښتونه او د آزادۍ غوښتنې او آزادۍ پالنې روحيه هم تر ګوزار لاندې نيولې ده، ځکه چې يرغلګر پوهيږي چې همدغه ديني، اخلاقي او ټوليز ارزښتونه دي چې تل یې افغانان د دښمن په خلاف د مقابلې په صف کې درولي دي.

پدې جګړه کې چې د خاورې آزادول او د سياسي استقلال بېرته ګټل له افغانانو څومره هلې ځلې او قربانۍ غواړي له دين ، فرهنګ او ټولنيزو ارزښتونو څخه دفاع له افغانانو څخه تر هغو ډېرې علمي، فکري، فرهنګي او نورې لارښوونکې او څېړنيزې هلې ځلې او ستړياوې غواړي، ځکه چې زموږ جګړه د کوم شډل او بې فرهنګه دښن په خلاف نه ده، بلکه موږ د داسې دښمن په خلاف په جګړه اخته یو چې د خپل علم، فکر، فرهنګ، ټکنالوژۍ او پراخو او د قيقو پلانونو او سياستونو په زور يې تقريباً ټوله نړۍ لاندې کړې ده. له همدې امله بايد زموږ جهادي مطبوعات او زموږ فکري ادبيات زموږ د جهاد او مبارزې د لارې په لارويانو کې دا وړتيا پيدا کړي چې هم د جګړې په ډګر کې په مېړانه او شعوري ډول د دښمن مقابله وکړای شي، او هم په پوهه ، مهربانۍ اوحکمت خپل ولس په ځان پسې روان کړای شي.

 زموږ مطبوعات او خپرونې بايد د اسلامي نړۍ پر خلاف د روانې هر اړخيزې صلیبي جګړې په تر ټولو خطرناکې مرحلې کې د جهاد بهیر لاڅپاندکړي،او د مجاهدینو د لارښوونې په مقصد هغوئ ته داسې خپرونې ولري چې د هغوئ ارمانونه، تګلاره او اهداف ورته روښانه کړي، او له دښمن سره د تعامل لپاره داسې منهج ورته وړاندې کړي چې د (ولا‌ء او براء) ټولې غوښتنې او احکام ورکې په راڼه ډول بيان شوې وي.
دغه ډول خپرونې له انحراف څخه د جهاد او مجاهدينو د ژغورلو وسيله او د جهاد د لارویانو او مؤمن ولس شديد ضرورت دي، ځکه چې په ټوله نړۍ کې د دښمن میډیا او مطبوعاتو د امریکا او نړیوال صهیونیزم د طرحه شوو  پلانونو  پر اساس د اسلام او جهاد د مفاهیمو په تحریف پسې راخیستې ده. غربي او په اسلامي هیوادونو کې په غرب پورې تړلې میډیا او مطبوعات ټول هڅه کوي چې د اسلام مفاهیم داسې تحریف، تفسیر او تعبیرکړي چې له مسیحیت، مادیت، لیبرالیزم او ډیموکراسیۍ سره يې هیڅ توپیر پاتې نشي. اوجهاد چې په اسلام کې تر ټولو لوړ عبادت (ذورة سنام الاسلام) دی په (تروریزم) او (ورانکارۍ) بدنام کړي، تر څو د اسلامي امت ځوانان پر دغه عبادت بې باوره او له خپل امت څخه د دفاع کولو د مسؤولیت له احساس څخه یې د انحرافونو، مادیاتو او شهوتونو په لور بې لارې کړي.

غرب د مسلمانانو په خلاف په فکري جګړې او د اسلام او جهاد د شرعي مفاهیمو په تحریف کې یوازې نه دی، بلکه ډیر شرعي علم ته منسوب خو د اسلام له روح څخه ناخبره ملایان، مفتیان، پیران، د مدارسو مسؤولين او تش په نامه د اسلامي تنظیمونو منسوبین يې هم له ځان سره ملګري کړي دي، او د هغوئ په وسیله د امت ځوانان او عام ولس د مجاهدینو له مرستې او ملاتړ څخه ایساروي، ترڅو د یرغلګرو کفارو په مقابل کې جنګېدونکي مجاهدين د مسلمان امت له ملاتړ څخه محروم کړي.

د دښمنانو له طرفه د اسلام او جهادي مفاهیمو د تحریف د مخنیوي ترڅنګ دېته هم شدید ضرورت لیدل کېږي چې په خپله مجاهدین او د اسلامي نظام د قائمولو لپاره مبارزين د اسلام په حقيقت ځانونه ښه پوه کړي، د جهاد شرعي حیثیت ورته واضح کړای شي، او د جهاد او فکري مبارزې د هرې مرحلې اهداف او تګلارې ورته تشخیص او بیان کړای شي، تر څو په پوره بصیرت او درایت د دښمن هر اړخیزه مقابله وکړي، او د حالاتو لوړ او ځوړ هغوئ د جهاد له دوام  څخه ستومانه نه کړي.

 زموږ جهادي خپرونې بايد له سطحيت څخه ووځي او  د لاندې اهدافو او مقاصدو لپاره ښه پراخه او ژورکار وکړي :

۱– جهادي خپرونې بايدکوښښ وکړي چې افغان مجاهد ملت د اسلام او جهاد له حقیقي مفاهیمو او مقاصدو نور هم ښه باخبره وساتي، او پدې هکله د اسلام  د دښمنانو لخوا د اسلامي شريعت او جهاد په خلاف راولاړو شوو شکوکو او شبهاتو ته شرعي علمي او منطقي ځواب ووایي،ځکه چې دښمنان هڅه کوي د ډول ډول وسوسو او شبهاتو په مطرح کولو نوی نسل د اسلامي شريعت د تطبيق او د جهاد د فريضې په اړه شکمن کړي، او بالعکس یې (سولې)، (عدم تشدد) (ډيموکراسۍ) او نورو غربي افکارو او نظرياتو د وربللو له لارې داسلام په مخالفت کې په خپل صف کې ودروي.

۲ – جهادي خپرونې بايد نوي نسل ته د دې حقیقت وضاحت وکړي چې جهاد د الله Y له لوري یوه لویه فریضه ده چې مسلمانان شرعاً د هغې په ترسره کولو مکلف دي، او هم بايد دا حقیقت خلکو ته څرګند کړي چې مسلمانان ټول یو  امت دي، او اسلامي نړۍ د هغوئ مشترک کور دی چې له هغه څخه دفاع او په هغه کې د اسلام د نظام حاکمول د ټولو مسلمانانو مشترکه وظیفه ده، او پر همدې اساس د ټولې نړۍ رښتني مجاهدین سره وروڼه، د یوه هدف خاوندان او  د یوې لارې لارویان دي. ټولې هغه هڅې چې مسلمانان یو له بله سره بېلوي، او ټول هغه استعماري پلانونه چې اسلامي نړۍ يې وېشلې او ټوټه ټوټه کړې ده په حقيقت کې د اسلام او مسلمانانو دله وړلو اساسي عوامل دي چې مسلمانانو ته د هیڅ اعتبار وړ نه دي، او د هغو د له منځه وړلو لپاره هم آهنګ کوښښونه یو شرعي ضرورت او د وخت مبرمه تقاضا ده.

د اسلامي نړۍ مجاهدین شرعاً پدې مکلف دي چې د نړۍ په هر ګوټ کې د خپلو مظلومو او مستضعفو مسلمانو وروڼو مرستې ته  دامکان تر حده ځان ور ورسوي، او د سيمې مجاهدين هم بايد ورغلي مجاهدين د حالاتو او امکاناتو  په پام کې نيولو سره سم په خپلو صفونو کې تنظيم کړي، دا داسې يو شرعي حکم دی چې تر ټولو سياسي او سيمه ييزو مصالحو بايد لوړ وګنل شي، اللهY د مسلمانانو د دغه شرعي مسؤولیت په اړه فرمایي: (وَإِنِ اسْتَنصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ إِلاَّ عَلَى قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُم مِّيثَاقٌ )الأنفال:۷۲ ژباړه : ( او که چېرې مؤمنان له تاسې څخه په دین کې مرسته وغواړي نو پر تاسو د هغوئ مرسته کول فرض دي، مګر د هغه قوم په مقابل کې نه چې ستاسې او د هغوئ تر منځ کوم د سولې تړون موجود وي).

رسول اللهr هم فرمایي: (المسلم أخو المسلم، لایخونه، ولایکذبه، ولایخذله، ولایظمه، ولایسلمه، کل المسلم علی المسلم حرام، عرضه، وماله، ودمه، التقوی هاهنا – وأشار إلی القلب – بحسب امریء من الشر أن یحقر أخاه المسلم) رواه مسلم.

ژباړه : ( مسلمان د مسلمان ورور دی، نه به خیانت ورسره کوي، نه به درواغ ورته وایي، نه به يې دښمن ته یوازې پریږدي، نه به ظلم ورباندې کوي او نه به يې دښمن ته ورسپاري، د مسلمان هر څه پر بل مسلمان حرام دي، ناموس يې، مال يې او وینه يې، تقوی دلته ده – او بیا ېې زړه ته اشاره وکړه – د یو چا لپاره همدا شر بس دی چې خپل مسلمان ورور سپک وګڼي).

دښمنان غواړي مجاهدین د قوم، منطقې، فقهي مذهب او د فکر پر بنسټ پر بيلابېلو ډلو و ویشي، اهداف او توجهات يې یو له بل څخه بېل معرفې کړي، پداسې حال کې چې غربيان بيا په خپله د یو ځای کیدلو او په خپلو منځونو کې  د سرحدونو د له منځه وړلو په لور ور روان دي، شرقي او غربي اروپا چې یو وخت یوه له بلې سره په اوږدې جګړه کې اخته وې او س ېې تقريباً ټول اروپایي هیوادونه په یوه (اروپایي اتحاد) کې سره یوځای شوي چې مشترک پارلمان، مشترکه سکه، مشترک پوځي تړون او د اسلام په خلاف مشترک موقف لري، او په مشترک ډول په ټوله اسلامي نړۍ کې د حقیقي مسلمانانو په خلاف جنګیږي.

۳- جهادي خپرونې بايد مسلمانان وهڅوي چې په ټولې نړۍ کې د مسلمانانو  له ملي او نړیوالو قضایاؤ څخه دفاع وکړي، او  هم په افغانستان او سیمه کې د ټولو هغو سیاسي، فکري، اجتماعي، اقتصادي، ادبي، فرهنګي او نورو تشکیلاتو په اړه چې د اسلام دښمنو ځواکونو او هیوادونو له لوري رامنځته شوي خپلو لوستونکو ته کره معلومات وړاندې کړي، او د هغوئ له هغو پروګرامونو، توطیو او فعالیتونو خپل مسلمان ولس خبر کړي چې له اسلام او اسلامي نظام سره يې د مخالفت لپاره دلته په کار اچولي دي، ترڅو د پردیو لخوا دغه ګومارل شوي (سیکولر) عناصر مسلمانانو ته رسوا شي، او د تباه کوونکو فعالیتونو مخه يې ونیول شي،او داځکه چې نن کفارو ټوله اسلامي نړۍ د هغو اشخاصو، مؤسساتو، حکومتونو او فکري جهتونو په مټ د ځان لپاره تسخير کړې چې ځانونه مسلمان او داسلامې امت برخه بولي خو کار د کفارو لپاره کوي.

۴ – جهادي خپرونې بايد اسلامي ادب ته د ودې ورکولو او د ځوانو لیکوالو، شاعرانو، ادیبانو او مفکرینو د استعدادونو د غوړیدا لپاره د زمینې د برابرولو لپاره پراخ کار  له خپلو مهمو اهدافو څخه وګڼي، او د ځوانو استعدادونو پرمخ  د مسلمان ولس د احساساتو او ارمانونو د اظهار او بيان جرأتمن منبرونه رامنځته کړي، ترڅو وکولاي شي د منحرفو، پردي پالو، خرڅو شوو، کرایي، مبتذلواو د غرب لخوا د توظيف شويو شاعرانو او لیکوالو  د زهر شيندلو مخه ونیسي، او مسلمانه ټولنه د هغوئ د ترجمه شويو، وارداتي او فرمایشي لیکنو   له منفي تأثیره وژغوړي.

۵ – د مسلمانو ټولنو پر فکري حریم د غرب د فرهنګي یرغل مقابله هم بايد د جهادي خپرونو له مهمو اهدافو څخه وګڼله شي، او پدې ډګر کې بايد د اسلامي فکر بډايه او اصيل فکري ادبيات د ځوان نسل مخې ته کېښودل شي، ترڅو د غرب د سيکولرو او الحاد ځپليو  وارداتي افکارو او نظریاتو مقابله           وکړای شي.

همدا اوس په افغانستان کې د اشغالګر صلیبي اتحاد هر شریک هیواد خپلو اهدافو ته د رسیدلو او افغانانو ته د خپل فرهنګ د راصادرولو په مقصد په  مرکز او بېلابېلو ولایاتو کې په لسګونو مطبوعات، راډیوګانې او تلویزونونه  جوړ کړي، او په زرګونو لیکوالان، خبریالان او د قلم خاوندان يې ورکې په کار ګومارلي دي، ترڅو د افغانستان په فکري او فرهنګي اشغال کې د یرغلګرو مرسته وکړي. دغه خرڅ شوي لیکوالان او د رسنيواو مطبوعاتو خاوندان پداسې یو لوی خیانت او ملي جرم اخته دي چې ضرر ېې په افغانستان کې اسلام او مسلمانانو ته د صلیبیانو تر پوځي جګړې ډیر خطرناک دی.

جهادي خپرونې بايد هڅه وکړي چې په خپل فکري او مطبوعاتي جهاد د هیواد مطبوعاتي ډګر چې د پردیو لخوا اشغال شوی بېرته ازاد کړي، او ملت ته هغه مفاهیم او معلومات وړاندې کړي چې د مؤمن ملت د آزادۍ روحیه تمثیل کړي، دیني، ملي، تاریخي او اجتماعي ارزښتونه يې خوندي کړي، او د راتلونکي لپاره د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د آزادی، خپلواکی، پرمختګ او سالمې پوهې په لوري د هیواد د بچیانو لارښوونه وکړي.

 د جهادي خپرونو صف په کې بايد ټولو هغو پوهو، دردمنو با احساسه ليکوالانو، مطبوعاتيانو، ناشرانو، د اسلام د خپرولو په لار کې پانګوونکو او د فکر او شرعي علم خاوندانو ته ځای ورکړ شي چې مسلمانان ټول یو امت او اسلامي نړۍ د هغوي مشترک کورګڼي، او له هغه څخه دفاع او په هغه کښې د اسلامي نظام حاکول د ټولو مسلمانانو مشترکه وظیفه بولې، او په ټولې نړۍ د اسلام له ارزښتونوڅخه دفاع د خپل شرعي مسؤوليت په حيث مني.

 پرون چې د کمونيزم په مقابل کې مسلمانانو يو جهادي موقف درلود او له منطقوي، ژبني او مذهبي توپیرونو پرته يې د یوه امت په څېر د دښمن په خلاف جهاد کاوو څنګه يې هم افغانستان او هم نړۍ د کمونيزم له شر څخه خلاصه کړه!که نن هم د نړیوال صلیبي یرغل په مقابل کښې په ګرده نړۍ کښې يو جهادي دريځ ولرو، او په همغږۍ د دښمن مقابله وکړو، له تیرو ترخو تجربو درس واخلو او د راتلونکي لپاره داسې روښانه تګلاره ولرو چې مسلمانان هيله من او پر ځان باوري کړي نو ليرې نده چې اسلامي نړۍ به د غرب له شر څخه هم خلاصه شي.
۶-جهادي خپرونې بايد د ورځنيو خبرونو، تبصرو، مضامينو او سياسي تحليلونو ترڅنګ د کفر او ګمراهۍ معاصرو شکلونو لکه (ډيموکراسۍ)، (ليبراليزم)، (وضعي قوانينو)(نشنليزم)، (وطنيت)، (هيومنيزم)، (ګلوبلايزيشن)، (دښځو غربي ډوله آزادي)، (غربي ډوله بشري حقوق)، (سيکولريزم)او د نورو کفري نظرياتو څېړنې او نقد ته هم پوره توجه وکړي، ځکه چې غرب په اسلامي نړۍ کې د همدغو نظرياتو د خپرولو له لارې  پر اسلام د مليونونو مسلمانانو باور کمزوری کړی، او هغوئ یې په خپل ملاتړ د ريښتيني اسلام په خلاف د جګړې په ډګر کې درولي دي، او د همدوئ په لاس یې د اسلامي شريعت د پلي کېدو مخنيوي کړی.

۷- دجګړې له ډګره دغربي قواوو تېښته باید په موږ کې دا کاذبه خوشباوري او غرور پيدا نه کړي چې جګړه مو وګټله او نور به نو خير او خيريت وي ا او د سترګو په رپ کې به اسلامي نظام قائم کړای شو،دتېرو ديارلسو کلونو جګړه مو چې دښمن يې تېښتې ته اړ کړ يوازې د جهاد يوه مرحله وه.تر دې وروسته دجهاد نورې مهمې مرحلې پاتې دي،دلته دښمن دومره چورګوړي وېستلي او دومره هګۍ يې اچولې دي چې راتلونکي څو نسله به يې داسلامي نظام دقائمېدلو د مخنيوي هڅو ته په بېلابېلو شکلونو ادامه ورکوي، غرب به په فکري، سياسي، اقتصادي او تبليغاتي ډګرونو کې دهغوئ تر شا درېږي، او دوئ به په ولس کې دخپلو ريښو د غځولو او خپلو نظراتو د خپرولو لپاره په پراخه پيمانه کار ته دوام ورکوي.

داسلامي نظام د قائمولو او چلولو لپاره د شخصيتونو روزل، د اسلام حقیقي مفاهيم خلکو ته رسول، په فکري او تعليمي لحاظ د وطن بيا ودانول،په بېلابېل ډول سره وېشل شوی ولس بېرته سره يو کول، ښه حکومتداري رامنځته کول، هېواد په اقتصادي لحاظ پر خپلو پښو درول،د ژوند د ټولو چارو او ابعادو لپاره په معاصره بڼه د اسلامي قوانينو برابرول او بيا د هغو پلي کول، د بې دينۍ، سيکولريزم، غربپالنې،بدعتونو او وضعي قوانينو له منځه وړل او په زرګونو نور لوی لوی کارونه ټول زموږ د راتلونکې مرحلې د جهاد پړاوونه دي چې بايد د ترسره کولو لپاره یې په خان کې وړتيا پيداکړو. که د يادو شويو کارونو د ترسره کولو لپاره په ځان کې واقعي وړتيا پيدا نه کړو او يواځې په شعارونو او دعوو اکتفا وکړو، نو پدې کې هېڅ شک نشته چې د روان جهاد لاسته راوړنې به مو بېرته له لاسه ځي، ځکه چې دښمن مو تر جګړې د ورسته مرحلې لپاره پوره تياری لري.نو په کار ده چې جهادي مطبوعات مو دغو ټولو مفاهيمو ته پوره پام وکړي، او په پراخه پیماته یې مجاهدینو ته په مسلسل دول ورتلقين کړي.

مولوي عبدالهادي مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x