
د تړمو اوبو څښلو حیرانوونکې ګټې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): مونږ ټول د انسان په بدن کې د اوبو په ګټو او اړتیاوو پوهیږو، چې هر څوک باید په عمومي ډول د روغتیا ساتلو لپاره روزانه ۷ یا ۸ ګیلاسه اوبه وڅښي، خو په دې به ډیر خلک نه پوهیږي چې د تړمو اوبو څښل او په ځانګړي ډول د سهار لخوا د یو شمېر ناروغیو مخه نیسي.
د بولډ سکای ویب پاڼې لخوا په خپاره شوې خبر کې د تړمو اوبو روغتیایي ګټې ښودل شوي چې په لاندې دول دي:
بد هضمي ختموي
روزانه تړمې اوبه څښل د هاضمې سیستم غوره کوي، ځکه چې په معده او کولمو باندې د ګرمو یا تړمو اوبو تېریدل د هاضمې سیستم تازه کوي، او خیټه په سمه توګه پاکه ساتي.
اعصاب ارامه ساتي
تړمې اوبه څښل د اعصابو هغه ماده چې بدن ته د درد احساس ورکوي ارامه ساتي.
د قبض مخنیوی کوي
که څه هم قبض د ډیرو خلکو لپاره یوه عامه ستونزه جوړه شوې، خو تړمې اوبه څښل د قبض نه د خلاصون او د خیټې ناروغۍ له منځه وړلو کې مرسته کوي.
وزن کموي
د سهار لخوا په نهاره لیمو کې تړمې اوبه څښل په بدن کې د اضافي وازدو زیاتولو مخه نیسي.
ښه خوب
که تاسې په خوب کې ستونزه لرئ، نو بستر ته له تلو مخکې یو ګیلاس تړمې اوبه وڅښئ، خوب به مو زر او ارامه وي.
تنګسیا او فشار ختموي
که چیرې تاسې په کار او ژوند کې له فشار سره مخ یئ نو په همیشه ډول تړمې اوبه څښل مو د فشار او تنګسیا څخه خلاصولو کې مرسته کوي.
بدن تازه ساتي
ګرمې اوبه څښل د ورځې په اوږدو کې بدن تر او تازه ساتي، چې له ستړیا او سر درد څخه مو خلاصوي.
همدا ډول تړمې اوبه څښل مو بدن له زهرجنو موادو څخه پاکوي.
سرچینه: العربیه.نیت
وروره! ( ټرمی) باور وکه چه نه پېژنم، که کوم ورور راته پدې هکله وضاحت راکړی ترې خوښ به شم. متل دی چه وائي پرسیدن عیب نیست .
ممکن تړمې به وې، یعنې ماتې اوبه چې نه سړې وي او نه تودې
تړمو ته شیرګرمې هم وایي، یانې تودوخه یې دومره نه وي چې خوله پرې وسوزي (له ځوښ وروسته چې یو څه سړې شي)
والله اعلم