افغانستان

ننګرهار: خوږياڼو کې له داعش سره د جګړې په پلمه بیا اربکیان فعالېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): ننګرهار کې د اربکیانو مشر حیات خان وايي د دې ولایت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د سلګونو اربکیانو د فعالولو هوډ لري.

خوږياڼي چې تر دې وړاندې يې هم پرلپسې څو کاله د اربکیانو له چلنده شکایتونه کړي، په وروستیو وختونو کې يې پراخې سیمې طالبانو ونیولې او د دې ځواک واک صفر شو.

وروسته له هغه چې طالبانو اربکیان له سیمې وشړل د دې ولسوالیو په ګڼو سیمو کې داعشي وسله والو سر راپورته کړ.

که څه هم د سیمې اوسېدونکو او د ولسي جرګې ګڼو غړو پرلپسې د داعش او طالب وسله والو تر منځ جګړه کې دولت د طالبانو پر ځپلو ملامت بللی؛ خو حیات خان وايي دوی د داعشیانو پر وړاندې اربکیان فعالوي.

د هغه په خبره فعلاً شاوخوا ۵۰۰ تنه اربکیان په پچیراګام او سل نور په کوټ ولسوالۍ کې په امنیتي پوستو کې ځای پر ځای دي، غواړي ۳۰۰ نور ابکیان خوږياڼو کې ځای پر ځای کړي.

د ننګرهار ځايي چارواکي چې اربکیان «ولسي پاڅون» بولي؛ دا له دولت سره د خلکو په ملاتړ تعبیروي.

د ننګرهار د والي وياند وايي، له ملي اردو او پولیسو سره په څنګ کې د اربکیانو موجودیت دوی لا تقویه کوي.

یاده دې وي ننګرهار کې ګڼ زور واکي خپل ټوپکوال لري، چې له دولت نه د اربکي په نوم معاشونه اخلي.

فعلاً د حیات خان په څنګ کې ظاهر قدیر هم په اچین کې خپل وسله وال لري، چې دوی يې اربکیان او حکومت يې «ولسي پاڅون» بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x