نظــر

د ترکيې مذاکرات، سياسي لابي ګري یا په پخوانۍ اصطلاح (دوکه ماري)

شاه خالد احمدزی

ګلبدین حکمتیار ريښتیا حیران کړو، هغه له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي وو چې له طالبانو سره دومره ژورې اړیکې لري که خلک خبر شي حیران به شي.

په ترکیه کې مذاکراتو همداسې ټول اړخونه حیران کړل، طالبان وايي زموږ څوک په کې ونډه نه لري، حکومت وايي زموږ په نمایندګي خبرې نه دي شوي،

پخپله حزب هم وویل چې زموږ هم څوک ونډه نه کې لري، خو د غونډې ګډونوال ملا عبدالرؤف او همایون جریر بیا وايي چې موږ د ټولو اړخونو په نمایندګي خبرې کړي دي.

دانو که د حیرانۍ خبره نه ده نور څه دې؟

څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړوه وکړه چې افغانستان ته به خپل استازي را استوي او د دې هیواد وضعیت، د سولې په تړاوو حالت او هرڅه به له نږدې ګوري چې آیا دا هیواد په هغه څه ارزي اوکنه چې غرب دومره خوارۍ ورته کښلې ده او لا ورته اخته ده؟

د ملي وحدت حکومت استخباراتي دستگاه (امنیت ملي) د ملګروملتو د امنیت شورا د استازو له اجندا خبر تر لاسه کړ، نو ژر يې پخواني طالب چارواکي آغاجان معتصم ته چې اوس په کابل کې ژوند کوي دنده ورکړه ترڅو یو څو کسان د طالبانو په نامه ترکې ته واستوي چې یوه جعلي لنډ مهاله مانوره ترسره کړو.

آغاجان معتصم هم د پيسو په ورکولو څو تنه دوکانداران او مخلوع شوی طالب ډوله کسان د عبدالرؤف په مشري ترکې ته واستول چې د خبرو په جریان کې ونډه واخلي او ځان د ټولو طالبانو نماینده معرفي کړي.

امنیت ملي په هیواد کې خپلو اړوندو رسنیو خصوصا پژواک او طلوع ته هم دنده وسپارله چې موضوع ته ښه تود کوريج ورکړي او ازادۍ او بي بی سي هم باید ښه خواري پکې وکاږي.

همدا سې وشول له طالبانو سره دخبرو آوزې خپرې شوي، رادیوګانو او تلویزیونو بیا موضوع مونده کړه او له هرې خوا بحثونه پيل شول.

طالبانو په لومړي ورځ له خپلې خوا د استازو شتون رد کړ، دولت لږ وروسته دا کار وکړ او حزب هم ناوخته په ژولي خولې وویل چې دوی په کې ونډه نه لري.

اصلي مطلب دا وو چې دا مانوره د ملګرو ملتونو دامنیت شورا غړو ته یو ډول مخکې له وړاندې د لابي ګرۍ یا دوکه بازۍ لنډ مهاله دروغ وو چې کار وشو او مطلب ترلاسه.

کله چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي کابل ته راغلل، د ملي وحدت د حکومت له دواړو مشرانو (اشرف غني او عبدالله ) څخه يې له ټولو څخه زیاته د سولې په تړاوو پوښتنې وکړي او د دوی د ترسره شویو اقداماتو بیلګې يې وغوښتې، دوی هم ډيره په آسانۍ مثالونه وړاندې کړل چې له حزب سره يې د سولې خبرې بریالي کړي، د ګلبدین په کابل کې شتون يې نغد ثبوت دي، او له طالبانو سره همدا اوس په ترکیه کې خبرې رواني دي، زموږ او د هغوی استازي سره جرګه شوي ورشي زموږ معتبرې رسنۍ، پژواک او طلوع ته وګوري چې په دې اړه څه نخرې کوي.

همدا سې وشول، د امنیت شورا استازو هم په خوشبینۍ سره د سولې د مذاکراتو ګرم ګرم راپورونه او مرکې واورېدې او خوشحاله شول چې په افغانستان کې وضعیت ريښتیا هم د بهترۍ په لور روان دی.

څو ورځې وړاندې د امریکا یو لوړ پوړې نظامي چارواکي جنرال ووټل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه غونډه کې چې د افغانستان په اړه دایره شوې وه ویلي وو چې په افغانستان کې د ټرمپ ستراتيژۍ ډير ښه اثر کړي، طالبان د تسلمۍ په حال کې دي او د دوی بمبارونو او د خلکو وژلو ښه نتیجه ورکړې ده، کنه ورشي وضعیت له نیږدې وګورې.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې هم ښه مانوره ورته اجراکړه او د امنیت شورا غړو ته يې کاذب یقین ورکړ چې ريښتیا طالبان خو هغه ده په په طلوع کې ناست دي، خبره لکه چې په ښه لورې روانه ده.

کله چې د امنیت شورا غړو ته معلومات ورکړل شول او بیلګې ورته وړاندې شوې، نو سم لاسي د ارګ ویاند شاه حسین مرتضوي او ځينو نورو چارواکو وویل چې په ترکیه کې د دوی استازو له چاسره لیده کاته نه دي کړي.

داخبره يې ځکه ژر وکړه چې مطلب خو هسې هم حاصل شو، د ملګروملتونو د امنیت شورا غړي تیر ایستل شول، اوس باید له بلې بدنامۍ ځان وساتو چې د کرزي غوندې راپسې لوڅه نشي چې له پردیو دوکاندارانو سره يې د طالبانو د استازو په نوم خبرې کړي دي.

ګلبدین هم هڅه وکړه چې د همدې بدنامۍ اوعکس العملونو څخه ځان بچ کاندي.

زموږ امنیت ملي خپل کار وکړ، ښه لابي يې وکړه او ښه ډير خلک يې بیا له اوبو تږي تیر کړل.

آغا جان معتصم هم ښې پيسې پکې غبرګې کړې، څه يې عبدالرؤف، رحمت الله وردک، جریر او نورو برخوالوته ورکړی او غټه برخه يې خپل جیب ته کړه، نور نو ابۍ مړه شوه تبه يې وشکیده.

دې ته وايي سیاسي لابۍ یا د پخوانی مسلمانانو په اصطلاح دوکه ماري او د خلکو په سترګو کې خاورې شیندل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x