افغانستان

زلمي رسول ډاکتر عبدالله سره يو کیږي

نن ټکی اسيا: د ولسمشريزو ټاکنو کانديد ډاکتر زلمي رسول له انتخاباتي دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې ډاکتر زلمی رسول به نن يکشنبه د يوې خبري غونډې په ترڅ د ډاکتر عبدالله عبدالله  ملاتړ اعلان کړي.

زلمی رسول په داسې وخت د عبدالله د ملاتړ هوډ لري، چې تمه ده د ولسمشرۍ ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې شي.

ډاکتر زلمي د ۱۳۹۳ د ولسمشريزو ټاکنو کانديد و، چې د شمال ټلوالې غړی احمدضياء مسعود يې لومړی او حبيبه سهرابي يې دوهمه مرستياله وه.
د ډاکتر زلمي رسول ټيم د ولسمشريزو ټاکنو پايلو کې درېيم درجه رايې ګټونکی و.

د ۱۳۹۳ ولسمشريزو ټاکنو کې ډاکتر عبدالله د ۴۴،۹ سلنه رايې په ګټلو اول او ډاکتر اشرف غني د ۳۳،۵ سلنه رايو په ګټلو دوهم درجه مخکښ کاند و، چې يوه يې هم ۵۰ جمع يو سلنه رايې ونه ګټلې او داسې ويل کيږي، چې کيدای شي ټاکنې دوهم پړاو ته وغزيږي.

له دې مخکې د ولسمشرۍ يو بل کانديد ګل اغا شیرزي هم د يو خبر کنفرانس په ترڅ رسما د ډاکتر عبدالله ملاتړ اعلان کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x