افغانستان

چارواکي: د فراه ښار د طالبانو له لوري محاصره دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي، ۱۳۹۶ل): د فراه ځايي چارواکي وايي، د دې ولایت مرکز د طالبانو له لوری محاصره دی.

د فراه د والي مرستیال محمد یونس رسولي وايي د مرکز شمالي، جنوبي او لویدېځې دروازې بشپړې د طالبانو په لاس کې دي.

هغه له سلام وطندار سره په خبرو کې ويلي، هره شپه پر امنیتي پوستو د بریدونو له امله ۱۰ – ۱۵ پولیس وژل کېږي.

د دې ولایت د ولايتي شورا غړو او مدني فعالانو هم ورته څرګندونې کړې او دا ولایت يې سقوط ته نږدې بللی دی.

د فراه ولایتي شورا غړې، جميله امیني وايي ښار له دوو میاشتو راهیسې د طالبانو له لوري محاصره ده.

د هغې په خبره ولایتي اداره او امنیه قومندانۍ کمزورې دي او دغه محاصره نه شي ماتولی.

فراه ښار کې مدني فعالانو هم ورته څرګندونې کړې، د جواد تابش په نوم یو تن ویلي، چې د والي د دفتر او امنیه قومندانۍ په دوه کیلومترۍ کې امنیتي پوستې د طالبانو د بریدونو شاهدې دي.

د هغه په خبره په تېرو دوو میاشتو کې تر ۳۰۰ ډېر امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د دې ولایت په بکوا او فراه رود کې يې د جګړو خبر ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x