
د ایچ ټي سي ځانګړې سیلفي کامرې نوی سمارټ فون وړاندې شو
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ایچ ټي سي کمپنۍ خپل نوی ځیرک مبایل «یو 11 آئیز» U11 eyes وړاندې کړی، چې په لومړي ځل مخامخ «سیلفي» دوه کامرې لري.
دغه ځیرک مبایل کې د Snap Drop Dragon 652 پراسیسر سره 4 جي بي ریم او 64 جي بي حافظه لري، چې تر 2 ټي بي پورې میموري کارډ ساتلو وړتیا لري، سربېره پر دې دغه سمارټ فون 3930mAh ستره بیټرۍ هم لري.
په دې مبایل کې 6 انچه بشپړ ایچ ډي Super LD کې 2160*1080 ډیسپلی ورکړل شوې، او د سکرین ساتلو لپاره یې د Guerrilla شیشه ورکړې ده.
د یو شمېر ځانګړنو لرلو مبایل یوه بله غوره ځانګړنه دا هم لري چې د اوبو او ګرد ضد مبایل دی.
دغه ځیرک مبایل په ځانګړي ډول د سیلفي کامرې استعمالوونکو لپاره جوړ شوی چې د مخامخ دوه، 5 میګا پیکسله F 2-2کامرې لري، او په کې د BSI سینسر او Wide Engle لینزونه ورکړل شوې دي، چې د کامرې په صفا والي او فوکس جوړولو کې مرسته کوي، ددغه سمارټ فون شاتنی کامره 12 میګا پیکسله ورکړل شوې ده.
دغه ځیرک مبایل د انډرایډ 7.1 سیستم لري چې څلور رنګونو سره به بازار ته وړاندې شي.
د ایچ ټي سي نوی مبایل تر دې دمه په چین او تائیوان کې په 465 ډالره بازار ته وړاندې شوی چې ډیر ژر به په راتلونکو څو اوونیو کې په نورو هېوادونو کې هم وړاندې شي.
په څو ده یانی قیامت یی څو ده