پښــــتو ادب

په پښتو هنري ادبياتو د جګړې اغېزې

د روس له يرغل سره چې ګڼ شمېر افغان کډوال کوزې پښتونخوا ته لاړل، نو په فرهنګي برخه کې ځينو د نظرڅښتنانو دا يوه لويه لاسته راوړنه وګڼله، ځکه چې په مهاجرت کې د کوزې پښتونخوا له لیکوالو سره د نظر شراکت، دیوبل اورېدل او له یوبله زده کړه د پښتو په ادبي برخه کې یوبدلون رامنځته کړ، دا بدلون نه یواځې په تحقيقي لیکنو کې، بلکې د پښتو په هنري ادبیاتو کې هم د پام وړ رول درلود.

دکوزې پښتونخوا رنګینه شاعري او د برې پښتونخوا شډل فطرت سره غاړه غړۍ شول، چې رښتیا يې هم په هنري نثر کې د بدلون څرک ولګاوه.
په دوه زره لومړي کال کې د ناټو یرغل بیاهم د پښتو ادبي لیکنو لپاره سوژې وزېږولې او آن په ادبي برخه کې ځانګړې طبقه بندي راپیداکړه. ځينې يې د یرغل په پلویتوب، ځينې يې پرضد او ځينې نور يې بیا بې پلوه ادبي پنځونې کوي.
ځوان لیکوال محمد واصل وصال وايي: « دې جګړې موږته سوژې په لاس کې راکړې، چې هم يې منفي اغېزلرلی او هم مثبت.»
ځينې هنري نثر لیکونکي او شاعران پر هنري ادب د جګړې د اغيزو اړوند بېلابېل نظریات لري، ځوان لیکوال سعید کاکړ وايي، چې په پښتو ادبي لیکنو جګړې ځکه اغېزه کړې ده، چې په خبره يې جګړه هم ډېره په پښتنو مېشتو سیمو پورې محدوده ده، کاکړ وايي:
« روانی جګړې سل په سلو کې د پښتو په هنر او ادب باندی تاثیر کړی ځکه چې پښتو په افغانستان کې د پښتنو ژبه ده او جګړه هم په هر زمان کی د پښتنو په سمیه کې وي.»
د کاکړ په خبره د افغانستان ښه جغرافيوي موقعیت د جګړې علت دی او یرغلګر بيا په یرغمل هېواد کې هڅه کوي چې فرهنګي برخه يې ډېر تر اغېز لاندې راولي. نوموړی وړاندې وايي: « استعماریون هڅې کوي چې د استعمار شوي هېواد د ولس اقتصادي ، سیاسي او اجتماعي حقوقو باندې خيټه واچوي او تېری پرې وکړي. نو په دی حالتو کی هنر او ادب هم تر پښو لاندی کیږی لکه په دی نظر دی چی استعمار اقتصاد(Economics) ، سیاست(Politics)  او دین/مذهب سره اړیکی لري او همدغه دری عناصره د استعمار بنسټیز فاکټورونه (Factors) دی.الله تعالی انسان آزادی ارادی  سره پیدا کړی دۍ. د انسانی ژوند فلسفه هم د اسلام له نظره همدغه ده یعنې(یانې) انسان خپلواکه اراده لري،  مګر کله چې خپلواکي تر اغیزې لاندې راشي بیا نو په ادب او هنر هم د دین ،سیاست ،اقتصاد په شان اغیزې کوي.»
ځوان لیکوال او ژورنالیست نورولي سعید شینوار بيا د جګړې اغېزه دا بولي چې ګواکې په هنري برخه کې يې طبقه بندي پیداکړه، نوموړی وايي:
« جګړې دومره اغېز وکړ چې د طالبانو ادبيات يې بېل كړي، د سندرو يې بېل كړي او زموږ يې بېل كړي، زه سوله غواړم، هغه جنګ ته ترانې وايي، او سندرغاړى بيا وايي، سترګې دې راواړوه په زړه مې بمباري وكړه، شابه تباهي وكړه.»
له جګړې سره د انسان ذوق او شوق ځکه بدلېږي، چې مستقیماً په رښتیني نړۍ کې له هغه څه سره مخ وي، چې ممکن دی يې په خیالي نړۍ کې هم نه وي غوښتونکی، جګړه د انسان په رواني حالت بشپړ اغېز لري، انسان له خپله اروايي حالته جګړه پیلوي او غواړي د بل په وژنې هغه په خپل نفس کې هغه ځای مشبوع کړي چې ورته تش ښکاري. همدارنګه د جګړې هغه اړخ چې جګړه پرې روانه وي، تر جګړه راوړونکي ډېر له رواني فشار سره مخ وي، ځکه هغه جګړه نه غوښته، هغه جګړې ته نه وتیار، مګر بل چاپرې جګړه وتپله او دی يې مجبوراً دفاع ته اړ شو.
همدغه حالت زموږ دملت دی، چې په دې برخه کې هم هغه لیکوال چې ځان ترښکېلاک لاندې ګوري، له سخت رواني فشار سره مخ دي، دوی روحاً نا ارامه برېښي او دخپلې اروا بړاس په خپلو شعرونو او لنډوکیسو کې باسي، د جګړې د دې ډول داغېزې اړوند ځوان لیکوال او ژورنالیست سايرځلاند وايي:
« رواني جنګونو د پښتو ادبیانو پر هنري برخه خورا اغيز ښندلې ده. همدا وجه ده چې زموږ د اوسنيو اکثره شاعرانو په شعرونو کې د جنګ او په ځانکړې توګه د رواني جنګ اغېزې له ورايه ښکاري.
د څو لسيزو جنګ له پلوه که څه هم زموږ په ادبيانو کې خورا مثبت بدلون راغلی خو د رواني جنګ اغېزې پټې نه دي. زموږ شاعران په خپلو شعرونو کې تل د ناهيلۍ او یو ډول رواني فشار لاندې وي، لنډې کيسې مو تل یوه رواني پېښه مخکې وړي او ناولونه مو هم د همدې اغېزې لاندې دي.
مقصد زموږ ټول ادبیات په یو ډول نه په يو دول ددغه پدېدې تر تاثير لاندې پاتې دي او علت يې دا دی چې جنګ په موږ را تحميل شوی، زموږ شاعران په خپله د همدغه رواني جنګ قربانيان دي او یو حساس انسان کله هم چپه خوله نه شي پاتې کېدلی. هغه څه چې احساسوي ټولنې ته يې وړاندې کوي.»
د حالاتو بدلون د انسان فکر بدلوي ځکه خو دا هم عقلاً ثابته خبره ده چې له انساني فکره رازېږېدلی قانون د انساني ټولنې ستونزې نه شي حل کولای، همدارنګه په ادبي برخه کې هم ممکن له حالاتو پرته یاهم د حالاتو په نظر کې نه نیولو سره ادبي پنځونه به ښايي دومره ارزښت ونه لري، لکه هغه پنځونه چې له حالاتو نه د تاثر په پایله کې را پنځېدلې وي.
انسان ټولنیز مخلوق دی او په ټولنه کې شته روابط پرانسان نېغ په نېغه اثر لرونکي دي، ځکه هنري پنځوونکی هم دخپلې ټولنې له شته حالته متاثره کېږي، او داسې څه وايي چې پر همدې وخت کې يې هرکلی وشي او یو ډول ضرورت پرې رفع شي.
ځوان لیکوال اوشاعر دوست محمد دوست وايي:
« دا یو حقیقت دی چې د حالاتو بدلون په ادبیاتو مخامخ اغیز شیندي که د پنځو یالسو کالونو وړاندې شاعرې له اوسنۍ شاعرۍ سره پر تله کړو نو دا به وګورو چې پخوانۍ شاعري تر ډیره عادي خبروي یا د هغه واکمن نظام ستاینه او غندنه به پکې وي اوس هم همدا کیسه روانه ده خو په هنري بڼه؛ یو شمیر شعرونه داسی هم شته چې شعارونه وي د نظام غندنه یې کړي وي او د خپل شهرت لپاره له ملي ګټو ور تیر شوی وي.  خو تر ډیره شاعرانو په هنرې لفظونو جنګ غندلی او سوله یې غوښتې د ګران اسرار اتل دا بیت را په زړه شو.
څوک دې ګام د خیر او امن په نیت واخلي
که د هر چا درله ځي زه ورسره یم

کاروان صیب هم داسي څه ویلي
پر جنګ به تیږه کیږدو جنګ به مړو سترګو ته پریږدو
راځه چې د شاهین سره کوترې په هوا کړو
په نثرې ژانرونوکې هم ورته خبره ده. »
په عادي ورځني ژوند کې بې له مبالغې شاعر او لیکوال تر نورو سترګور دی، هغه هغه څه ويني، چې عام خلک يې نه ويني، د هغوی هرې پېښې ته د لید زاویه بېله وي، ځکه خو چې کله څوک په کوم شعر کې خپله دزړه خبره واوري، نو بې پامه ورته (اه) کړي، په داسې حال کې چې ممکن همدا خبره به ده په خپله هم څو واره په عام ډول کړې وي، خو دا چې له یوه شاعر نه يې په بېل ډول او له بلې زاويې واوريده خوند يې ورکړ.
د نړۍ په سطحه په ټولو لویو انقلابونو کې ډېر وخت سرلاري لیکوال یاهم شاعران پاتې شوي دي، هغوی ولس ته ذهنیت ورکړی، دهغوی حواسو ته ورننوتي او چې څه ډول دوی غوښتي هماسې يې اړولي را اړولي دي. د جګړې په هر لوري کې تبلیغاتي زور ډېر د پام وړ دی، په اوسنۍ جګړه کې د طالبانو یوه ترانه یاهم یوه دردوونکې لنډه کیسه ډېر ځوانان د دوی له بهير سره یوځای کړي دي، همدارنګه د جګړې بل اړخ هم په خپل پوره زور غوښتي د شعر له نازکې ملا یاهم د لنډې کیسې له ورېښمينې غېږې داسې وږم وپاشي، چې که د ملت په تاوان هم وي، خو چې دچاترسپوږمو شي، نو ورسره منې يي، ځکه خوپه روانه جګړه کې هنري ادب هم خپله پوره برخه لرلې، هغه که دجګړې په پلوۍ، بې پلوۍ یاهم پرضد وي.
ځوان شاعر او ژباړن میراحمد یاد همدې نقطې ته په اشارې وايي:
«د هنر غټ کار دا دی چې د انسان احساسات راپاروي او هنرمند هغه څه حس کوي چې نور عام خلک یې نشي کولای، همدا هنرمند هڅه کوي چي خپل حس کړی کیفیت نورو حواس ته انتقال کړی.
اوس که هنرمند د جګړې اړتیا حس کړي وي او غواړي په بېلابېلو لارو دا اړتیا نورو حواسو ته منتقل کړي نو که چېرې تکړه هنرمند وي کولای شي چې پخپل یو اثر لسګونه او حتی سلګونه زرګونه حواسو ته د جګړې اړتیا ورکړي.
روانه جګړه هم همداسې ده، له رواني لحاظه ډېر داسې هنرمندان شته چې په بېلابېلو لارو خپل احساس ته د خپلو لوستونکو ذهني روایت واخلي او پدې کې تر ډېره بریالي هم دي.»
دې وته ورته څه ځوان شاعر شیرمحمد مهد هم وايي:
«پر هنری ادب  دروانې جګړې مستقیم تاثر پروت دی، شاعران  او لیکوال چې تر نورو ویښ  کسان دي د جګړیزو صحنو لیکنیز انځورونه اخلي، دلوستونکو مخې ته يې ږدي، له نورو دورو  نه په  په  همدې عصر کې جنګې  تشبهات  او کلمات دیر تر سترګو کېږي،  په پښتو هنرې ادب کې یې  شاعرانه او تل پاتي  حیثیت غوره کړ، له  داستاد شپون  یو حو بیتونه:  
تورې غوړې  څڼې لکه سوي درمندونه.  شرنګ دشنو بنګړو یې له کړچنده ټانکونه  
یادا:
ستا دسترګو شوبلی راغلې دزړه کلې ورانوي
تورې سترګې نرۍ ملا یې پشتانه روسانوي
(په لندو کیسو اوړاولونو کې هم  داسې ډېرې بېلګې لرو چې حماسې رنګونه پکې زرغون دي  او لا زرغونېږي.»
په ټوله کې اوسنۍ روانه جګړه په پښتو هنري ادب کې یو ځانګړی باب دی، چې ښايي تاریخ پرې بې پرې قضاوت وکړي.

لیکوال: دادمحمد ناوک

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x