پر افغانستان د امریکا پوځي یرغل تر ۱۶ کلونو واوښت او دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جکړه ده، خو ولسمشر ټرمپ ۳۰۰۰ اضافي عسکر افغانستان ته لیږلي ترڅو داخلي ځواکونو ته مشورې او روزنه ورکړي.

د نیکلسن او غني اعترافات د هیواد د روان ناورین ژوندی انځور

نن ټکی اسيا ـ سرمقاله : تیره ورځ د امریکا سي بي اس تلويزيوني شبكې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د عمومي قومندان جنرال نیکلسن او د هغه تر حمایت لاندې د ګډ حکومت مشر ښاغلي غني هغه مرکې خپرې کړي چې دوي ورسره په جلا جلا ډول کړې وي.

د سي بي اس شبکې خبریالې لورا لوګن په خپلو مرکو او پر هغو باندې ترتیب کړي راپور کې یو لړ داسې واقعیتونو منعکس کړي چې د امریکا او ناټو د نشراتي سانسور له وجې یې په کابل کې د امریکا له سفارته تمویلیدونکي رسنۍ د انعکاس جرئت نشي لرلای، راپور په لاندې حقائقو داسې پیلیږي:

پر افغانستان د امریکا پوځي یرغل تر ۱۶ کلونو واوښت او دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جکړه ده، خو ولسمشر ټرمپ ۳۰۰۰ اضافي عسکر افغانستان ته لیږلي ترڅو داخلي ځواکونو ته مشورې او روزنه ورکړي.

پلازمینه کابل ترسختو امنیتي ګواښونو لاندې ده، امریکايي ډیپلوماتان او پوځي چارواکي پر واټونو د تګ راتګ جرئت نه لري ، ځکه خو له هوايي ډګره تر امریکايي اډې پورې چې یواځې دوه میله واټن دی هم دوي د الوتکو کارونې ته مجبوریږي.

د یوه تریلیون ډالرو تر لګښت او د ۲۴۰۰ امریکايانو تر وژل کیدو وروسته لا هم کابل تر محاصرې لاندې دی.

د کابل په هوايي ډګر کې ګڼې چورلکې دې ته ځانګړې شوې چې امریکايي پوځیان او دیپلوماتان امریکايي سفارت او پوځي اډو ته د هوا له لارې ولیږدوي.

د سي بي اس خبریالې د یاد وضعیت لامل د امریکايي ځواکونو له عمومي قومندان جنرال نیکلسن څخه پوښتلی ، خو نوموړي د یوه ترخه اعتراف په ترڅ کې ورته ویلي چې: په افغانستان کې جګړه ده او پلازمینه د یوه سخت دښمن تر برید لاندې ده.

وروسته یې همدا پوښتنه له ارګ مشر غني څخه کړې چې ولي کابل د یوې وحشتناکې پوځې قرارګاه په بڼه خپل ښاري طبیعت له لاسه ورکړی او هرڅه پکي بدل ښکاري ، آخر دلته څه روان دي ؟

ارګ مشرهم د جنرال نیکلسن په څیر ورته د افغانستان له ناوړه امنیتي شرائطو شکایت کوي اورته وايي چې دا مونږ د ولس د امنیت ساتلو په خاطر حفاظتي تدابیر نیولي، خو خبریاله ورته وايي چې ولس خو لیري په اطرافو کې پاتې دی تاسو خو په کابل کې خپل ځان محاصره کړی ، تاسو به ترڅو په دې وضعیت کې یاستۍ؟

ښاغلی غني ورته په غیر ارادي توګه په فغانستان کې د جګړې غزولو په غرض د امریکایانو له جګړه ییز پلان څخه پرده پورته کوي او ورته وايي چې مونږ به د دې وضعیت بدلولو لپاره نسلونه نسلونه جګړه کوو.

خو چې کله خبریاله ترې پوښتنه کوي چې امریکایان خو به له تاسو سره تر نسلونو پوري نه وي پاتې، نوموړی ورته په ښکاره ډول پر خپلې بیوسئ اعتراف کوي او وايي چې : ((هو ! که نن امریکایي پوځیان افغانستان پریږدي نو مونږ تر ۶ میاشتو پوري هم خپل حکومت نشو ساتلی.))

داچې د یوه حکومت مشر په خپله خوله د خپل حکومت بقاء د بهرني اشغال مرهونه بولي او د هغه په نشتون کې د حکومت پرسقوط باوري وي نو ولس به یاد حکومت پرمشروعیت څومره باور ولري او څرنګه به تري حمایت وکړي ؟

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د