
د همت او استقامت دنګ منارونه
مولوي نوراحمد نور
د الله تعالی په بندګانو کې دیني علماء هغه ډله ده چې الله تعالی دهغوی په باره کې فرمايي: انما یخشی الله من عباده العلما. او نبی کریم صلی الله علیه وسلم يې منصب په دې ټکو کې بیان کړی دی( العلماء ورثة الانبیاء) د نړۍ په څلور کونجه کې علماوو هميشه د دین د ساتني لپاره تکالیف برداشت کړي او قربانۍ يې ورکړې دي. خو زه دلته د افغاني علماوو د خدمتونو مختصره یادونه کوم.
د افغانستان د علماوو خدمتونه له هیچا څخه پټ نه دي . د تفسیر القران په مجموعو کې د فخرالدین رازی تفسير، د احادیثو په ذخيرو کې د ابن حبان صحیح ابن حبان او د امام ابو داود سنن ابی داود، د جغرافیې او فلکیاتو په برخه کې ابوریحان البیروني د تصوف، عرفان او ادب په ډګر کې مولانا جلال الدین بلخی مثنوي او د حکیم سنایی آثار او د طب او فلسفې په ډګر کې د ابوعلی ابن سينا کتابونه هغه څه دي چې د تاریخ په اوږدو کې د افغانی علماوو د دینی خدمتونو څرګندونه کوي.
خصوصاً په معاصره دوره کې د افغانستان په دا څه کم څلور لسيزې جنګونو کې چې افغاني علماوو کوم کردار اداء کړی دی د هغه نتیجه ده چې نن د افغانستان ګوټ ګوټ کې دیني جذبه او ولوله ژوندۍ ده او تقريبا هر وګړی يې د دین له اصولو باخبر دی. د هیواد په ګوټ ګوټ کې يې د وړو مدرسو او مسجدونو په توسط ډیر علماء پیدا کړي دی تردې چې موږ دا په پوره ډاډ ویلی شو چې د هېواد داسي یوه لیري پرته سيمه به نه وي چې په هغې کې دي عالم نه وي. سره له دي چې افغاني علماء همېشه له رنګارنګ مشکلاتو سره لاس او ګرېوان پاتي شوي دی له يوې خوا به واکمنو ټکول له بله اړخه به فاسد ذهنه خلګو د هغوی په خلاف ټولني په فکري ډول مسمومولې او له بله پلوه به بیا اقتصادي مشکلاتو راګير کړي وو ان چې ځینو ته خو به لا د درس او خپل علم د نشرولو لا څه چې د روزګار لپاره هيڅ زمينه نه برابريدله.
خو بیا هم دا د هغوی لوړ همت او استقامت و چې د زمانې له ناخوالو او د واکمنو له ظلم سره سره يې علم ژوندی وساته او کله هم د زمان،مکان او چاپیریال تر اغيز لاندي نشول. اقبال مرحوم وايي:
افغانيوں کی غيرت دین کا ہے يه علاج
ملا کو ان کے کوه و دمن سے نکال دو
همدا علماوو چې په هوارو او غرونو کې یې عام اولس په ديني جذبه سرشاره کړی و چې بیا همدې اولس روس غوندي لوی طاقت زیر وزبر کړ او اوس دا ده امریکا د خپل شکست لپاره ساعتونه شماري. د افغانستان علماوو که په خپل هیواد کې دینی خدمت په ښه لوړ همت او استقامت سرته رساوو د هجرت په دیار کې يې هم په ديني خدمت کې سپما نه ده کړې کله چې د روسي يرغلګرو دیرغل په نتيجه کې د مهاجرت لړۍ پیل شوه او د هجرت دیار ته د افغاني علماوو په شمول ګن شمير افغانانو هجرتونه وکړل بیا هم د هغوی په همت کې فتور رانغی او د هجرت له دا ستړي او بې کوره ژوند سره سره يې خپلو ديني خدمتونو ته دوام ورکړ. د مدرسو په جوړلو پسي يې مټي رابډ وهلې له مساجدو یې د درسګاوو، خانقاوو او جهادي مراکزو کار واخيست، که د تصوف میدان دی نو افغانی علماء پکې ځلېدلي دي او که د تدریس مقابله ده نو افغاني علمايې ګټونکي دي او که د جهاد سنګر دی نو د همدې علماوو شاګردان يې سر تيري دي او که دشهیدانو کاروان دی نو سرخيلان يې همدا شیوخ دي او که فقهي مجالس دی نو همدا علما يې مشالونه دي. الله تعالی دې د دوی دا ستر خدمتونه په خپل دربار کې قبول او موږ ته د دوی په لاره دتګ کولو توفيق راکړي.