طالبانو ته د محاصره جنرال نیکلسن اخطارونه څومره موجه دي؟!

احمد مختار

په ترکیه کې د سولې په نوم شرموونکې ډرامې تر پایته رسیدو وروسته د یادې ډرامې ممولینو یوځل بیا له یادې رسوايي څخه د خلګو د پام اړولو په غرض په افغانستان کې د خپلې مزعومې بریا لاپي تکرار کړي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکلسن هلمند ته د یوه نمایشي سفر په مهال له خبریالانو سره د خپلې مرکې په ترڅ کې وویل :

((طالبان به د هلمند په هیڅ ځای کې خوندي پاتې نه شي او مونږ به تر هغه له افغان پوځیانو سره ملګري یو، چې جګړه وګټو))

ښاغلی نیکلسن په داسې حال کې طالبانو ته په هلمند کې د نه خوندیتوب اخطارونه ورکوي چې دی په خپل اعتراف په کابل کې د پوځي الوتکو تر چترلاندې د امریکا سفارت او ناټو قومندانۍ ترمنځ د طالبانو له بریدونو څخه خوندیتوب نه لري.

همدا وجه ده چې طالبانو ته د جنرال نیکلسن تر اخطارونو وروسته د سي بي اس ټلویزوني شبکې خبریالې لورا لوګن له نوموړې څخه وپوښتل چې تاسو څرنګه د کابل امنیت ساتئ چې په وسلو مجهز سرتیري مو د کابل په واټونو کې د ګشتُ ګُذار توان نه لري ، او د امریکا سفارت او هوايي ډګر ترمنځ په دوه میله واټن کې هم د الوتکو کارولو ته مجبوریږئ؟

نوموړي په وچ ستونې ځواب ورکړ چې دا ځکه چې مونږ له یوه خطرناک دښمن سره مخ او کابل ښار ټول د هغوی تر محاصره لاندې دی ، مونږ د خپلو سرتیرو د خوندیتوب په خاطر دا غوره ګڼو چې په کابل کې ېې لیږد رالیږد د ځمکي په ځای د هوا له لارې د الوتکو په زریعه وکړو او دا مو د هغوی د تحفظ په خاطر یو غوره تکتیک دی.

اوس که خپله په کابل کې د محاصره جنرال نیکلسن اخطارونو ته د ده د څرګندونو په هنداره کې وکتل شي دا به ثابته شي چې د هلمند په هغه جغرافیه کې چې لویشت لویشت یې د طالبانو تر ولکې لاندې ده ، طالبانو ته د نوموړي د نه خوندیتوب اخطارونه مطلقا غیرموجه دي.

خو امریکایانو ته له ټرمپه نیولې تر جیمس مټیس او جنرال نیکلسن پوري له همدې غیرموجهو ادعاګانو او خیالي اخطارونو پرته بل څه ورپاتې نه دي.

که همدا نن لا پوک جنرال نیکلسن ته وویل شي چې د هلمند له ټولو ولسوالیو څخه یې ( ۷ ) د طالبانو تر ولکې لاندې دې که واقعا هم ته د طالبانو د له منځه وړلو توان لري ، نو راشه له ټولو پخوانیو او اوسنیو امریکايي پوځیانو، په زرګونو بهرنیو قراردادیانو ، په لکونو داخلي ګوډاګیانو ،اربکیانو ، سنګوریانو او … یواځې په هلمند کې هماغه د طالبانو ترولکې لاندې ولسوالیو له جملې څخه یې یواځې یوه ولسوالۍ د هغوی له ولکې څخه وباسئ !

که مو یواځې په هلمند کې د ناټو او پنټاګون له ټول دهشت او وحشت او خپلو ټولو تازه دمه او مورال لویدلیو پوځیانو، او داخلي اجرتيانو سره دا سوبه وکړه بیا نو د طلبانو خلاف ستاسي اخطارونه پرځای دي .

او که په هلمند کې هم د کابل په څیر دوه کیلو متري واټن د طالبانو د بریدونو له ډاره د ځمکني ګشت په ځای د الوتکې په وسیله طی کوي بیا مو نو له نیکولسن نه نیولې تر ټرمپ او ماټیس پوري په هلمند او افغانستان کې د طالبانو د نابودي لاپې خیالست و محالست و جنون …

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالقدیر مهمند
میلمه
عبدالقدیر مهمند

جنرال جان نیکلسن موش صفت بزدل که جدش در جنگ اول افغان انگلیس در نزد جدم زندانی بود اگر جرأت دارد از سوراخ اش بیرون برآید و در مقابل شیر مردان طالبان در صف اول جنگ مانند لیدران آزادی خواهان مقاومت ملی مجاهدین/طالبان بجنگد! General John Nicholson’s great great grandfather Brigadier General John Nicholson was imprisoned in the first Anglo Afghan war between November 1841 and March 1842. Ironically, my great great grandfather, Wazir Akbar Khan was the Afghan leader who imprisoned Brigadier General John Nicholson. I would hope there would not be revenge in the heart and mind of… نور لوستل »

نورالدين
میلمه
نورالدين

بی ادبی معاف وای اوښ خپل سپورتہ تسلیاً وویل (خوامہ بدوہ پدی ملا می ډیرو…………….اچولی