نړۍ

نواز شريف په يو رسمي سفر ايران ته ولاړ

نن ټکی اسيا: د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د پاکستان لومړی وزير ميا محمد نواز شريف د ايراني ولسمشر حسن روحاني په رسمي بلنه د يو پلاوي په مشرۍ  ايران ته ورسيد.

ميا نواز شريف تېر کال جون مياشت کې واک ته له رسيدو وروسته په لومړي ځل ايران ته په داسې حال کې سفر کوي، چې د ايراني پوله ساتونکو د تښتول کيدو پر سر د دواړو هيوادو تر منځ اړيکې ترينګلې دي.

په دغه سفر له ښاغلي نواز شريف د بهرنيو چارو او ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز، د لومړي وزير د بهرنيو چار مرستيال طارق فاطمي، د ماليې وزير اسحاق ډار، د پيټروليم او طبعي سرچينو وزير شاهد خاقان عباسي او د بلوچستان ايالت اعلی وزير ډاکتر عبدالمالک بلوچ ملګري دي.

 

ميا نواز شريف به د ايران ولسمشر حسن روحاني او د ايران له روحاني مشر او لارښود ايت الله خامنه يي سربېره يو شمېر نورو لوړ پوړو ايراني چارواکيو سره هم ليده کاته وکړي.

ويل کيږي د نواز شريف د سفر په ترڅ کې به د دواړو هيوادو تر منځ يو شمېر اقتصادي او  ګڼ نورو تړونونه هم امضا شي.

د پاکستان پخواني ولسمشر اصف علي زرداري تېر کال د ايران او پاکستان تر منځ د ګازو د پايپ لاين يو تړون امضا کړی و، خو چې نواز شريف واک ته ورسيد نو د ده حکومت اعلان وکړ، چې پر دې پايپ لاين ډېر لګښت راځي، چې د پاکستان د وس او توان کار نه دی.

اوس داسې ويل کيږي، چې د نواز شريف دسفر پر مهال به د ګازو د نل ليکې پر موضوع هم خبرې اترې وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x