
افغان لوبډله به لومړی ټیسټ لوبه د روان کال په ۱۴ جون ترسره کړي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د افغانستان د کرېکټ تاریخي لومړۍ ټیسټ سیالۍ به د روان کال د جون میاشتې په ۱۴مه نیټه (۱۴ – ۱۸) په بنگلورو کرېکټ لوبغالي کې د هند په وړاندې پېل شي.
د لوبې د ځای او نېټې پریکړه نن د هند په دهلي ښار کې د افغان او هند کرېکټ مسؤولینو لخوا په ګډه خبري غونډه کې ترسره شوه.
ددې لوبې نه وړاندې به افغانستان د هند یوې ځایي لوبډلې سره درې ورځنۍ وارم اپ سیالۍ ترسره کوي چې نېټه به یې وروسته اعلان شي.
د تېر کال د دیسمبر په میاشت کې هند کرېکټ بورډ د افغانستان هغه غوښتنه منلې وه چې له دوی سره دې لومړی ټیسټ لوبه ترسره کړي.
تېر ۲۰۱۷م کال په جون میاشت کې د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا افغانستان او آیرلینډ بشپر غړیتوب ترلاسه کړ، چې ددې تاریخ نه پوره یو کال وروسته به افغانستان خپله تاریخي لوبه ترسره کړي.
د غړیتوب د ترلاسه کولو څخه وروسته افغانستان له ګډو هېوادونو سره د ټیسټ لوبې د کوربه توب لپاره خبرې وکړې چې په پای کې د هند کرېکټ بورډ دغه غوښتنه ومنله.
د افغانستان کرېکټ بورډ اجرائیوې رئیس شفیق الله ستانکزي په وینا چې هند له دوی سره په یو شمېر مرستو موافقه کړې، او د افغانستان کرېکټ پراختیا کې به ځانګړې مرستې کوي.
همدا ډول د هند کرېکټ بورډ ددې خبرې پخلی کړی چې دوی به د افغانستان لپاره یو بل روزنیز مرکز هم پرانیزي، چې په مرسته به یې ۱۷ کلنې او ۱۹ کلنې لوبډلې خپل تمرینات ترسره کوي، او ټاکلی شوې ده چې د افغان لوبډلې لپاره به د هند په شمال کې دوه نور لوبغالي د کوربه توب لپاره وسپاري.
د یادونې وړ ده چې افغان لوبډله به څلورم هېواد وي چې د هند په وړاندې خپله لومړی ټیسټ سیالۍ ترسره کړي چې له دې وړاندې پاکستان، زمبابوې او بنګلدیش د هند په وړاندې خپله لومړی سیالۍ ترسره کړې دي.