۱۹ کلنو جام: افغان لوبډله د سرېلنکا په وړاندې توپ وهنه کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): په ۱۹ کلنو نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان او سرېلنکا لوبډلو ترمنځ لوبه پېل شوه چې افغانستان لومړی توپ وهنه کوي.

لوبه کې پچه د سرېلنکا لوبډلې وګټله خو افغان لوبډله یې توپ وهنې ته راوبلله.

د افغانستان لخوا رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ لومړني توپ وهونکي دي.

د ابراهیم ځدراڼ لخوا له احتیاطي پېل وروسته تر دې دمه په ۵ اورونو کې افغان لوبډله ۱۹ منډې لري او کوم لوبغاړی یې له لاسه نه دی ورکړی.

د افغانستان لپاره دغه لوبه ډيره مهمه ده چې په ګټلو سره به یې دوهم پړاو (کوارټر فاینل) ته لار ومومي.

افغان لوبډلې له تیرې بریا وروسته دوهمه لوبه کې پرته له کوم بدلون پېل وکړ.

د یادونې وړ ده چې افغان ۱۹ کلنې لوبډلې پخپله لومړۍ لوبه کې پاکستان ته د ۵ ویکټو په توپیر ماتې ورکړې وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د