
کندهار: شاه ولي کوټ کې د ايساف چورلکه نسکوره شوې
د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې تېره شپه يوه بجه د دوی نظامي ملګرو د کندهار په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې د ايساف يوه چورلکه ويشتې او پر ځمکه راپريوتې ده.
احمد زياتوي، چې چورلکه هغه مهال و ويشتل شوه، چې په سيمه کې يې د طالبانو پر خلاف د چاپې په موخه د ايساف عسکر پلي کول.
خبر زياتوي، چې چورلکه کې ټول سپاره عسکر وژل شوي دي.
د سيمې اوسيدونکي وايي، چې نن يکشنبه سهار اته بجې د ايساف نورو عسکرو د چورلکې پاتې شوني ځان سره يوړل.
څو ورځې مخکې هم طالبانو د بريتانوي عسکرو يوه چورلکه د کندهار په تخته پل ولسوالۍ يوه چورلکه ويشتې وه، چې پنځه بريتانوي عسکر پکې وژل شوي وو.
ايساف او ناټو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.