fbpx

شیخ سلمان العوده له څو میاشتو زندان وروسته روغتون ته لېږدول شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل):د سعودي د مشهور دعوتګر عالم شیخ سلمان العوده زوی عبدالله العوده وايي، چې له څلور مياشتې انفرادي زندان وروسته يې پلار روغتون ته لېږدول شوی دی.

عبدالله العوده په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې «پلار مې د جدې په ذهبان زندان کې له څلور مياشتې انفرادي زندان څخه وروسته روغتون ته لېږدول شوی دی.»

د شيخ سلمان العوده زوی په خپل ټويټر پيغام کې د خپلو وړو وروڼو او خويندو انځورونه خپاره کړي او ورسره يې ليکلي: «پوره يو کال وړاندې د دې ماشومانو مور وفات شوه، څلور مياشتې وړاندې يې پلار ونيول شو، په انفرادي زندان کې ساتل کېږي او نن موږ ته خبر راغی، چې زموږ پلار په روغتون کې ليدل شوی دی.»

عبدالله العوده ويلي، چې په انفرادي زندان کې يې د پلار روغتيايي وضعيت خراب شوی، د زندان چارواکي او حکومتي مسؤولين دوی ته په دې اړه هېڅ معلومات نه ورکوي او زياته کړې يې ده، «موږ د خپل پلار د روغتيا او وضعيت ټوله پړه د الله تعالی پر وړاندې همدا رنګه د خلکو او امت په مخ کې د زندان په چارواکو اچوو.»

څو ورځې وړاندې د بشري حقونو نړيوالې ټولنې د شيخ عوده د کورنۍ د غړو له خولې ليکلي و، چې د هغه د نيولو لامل هغه انکار دی، چې د قطر د محاصرې په اړه يې د سعودي چارواکو غوښتنې رد کړې او په ځواب کې يې د مسلمانانو د يووالي په اړه خپل ټويټر پيغام خپور کړ.

سعودي په دې وروستيو کې له سلو زيات هغه ديني علماء نيولي، چې د چارواکو په وينا د محمد بن سلمان له پاليسۍ سره مخالفت کوي.

د سعودي د بهرنيو چارو وزير عادل الجبیر امریکايي چارواکو ته ډاډ ورکړی، چې د دوی په وينا «زرګونه سخت دريځي» علما يې له دندو ګوښه کړي او سلګونه نور يې زندان ته لېږدولي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د