fbpx

هند د سرحدي ځواکونو لپاره د ۵۵۳ ميليونه ډالرو وسلې اخلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د هند دفاع وزارت د خپلو سرحدي عسکرو لپاره ۵۵۳ ميليونه ډالرو وسلو اخيستو پرېکړه کړې ده.

فرانس پريس خبري اژانس ليکلي، چې د هند دفاع وزير نرميلا سيتارام په مشرۍ د دفاعي چارو کميسيون پرېکړه کړې، چې د خپلو سرحدي ځواکونو لپاره د ۵۵۳ ميليونه ډالرو په ارزښت نوې پرمختللې وسلې واخلي.

د هند دفاع وزارت وايي، چې په دغو وسلو کې ۷۲ زره او څلور سوه اسالټ ټوپکونه او درې نوي زره اته سوه ۹۵ کارباينز پر مختللې وسلې وي.

د هندي چارواکو په وينا دغه وسلې به د هند په لانجمنو سرحدي سيمو کې د سمدستي اړتياوو د پوره کولو په موخه سرحدي عسکرو ته ورکول کېږي.

هندي رسنۍ وايي، ۲۰۱۴ کې چې نريندرا مودي د هند د لومړي وزير په توګه ټاکل شوی، دا يې د پوځي توکو د اخيستو تر ټولو ستره هوکړه لاسليک کړې ده.

د پوځي چارو کارپوهان وايي، چې په سيمه کې هند د پوځي او دفاعي توکو تر تر ټولو ستر واردوونکو هېواد دی او تر ټولو زيات پوځي لګښت له خپلو سيالو ګاونډيو چين او پاکستان سره په لانجمنو پولو کوي.

هند له پاکستان سره له ۱۹۴۷ راهيسې سرحدي شخړې لري، وخت پر وخت د دواړو لوريو تر منځ وسله‌والې نښتې هم کېږي او د تېرو څو لسيزو پر مهال تر منځ درې سترې جګړې هم شوي دي، خو لا هم د هند او پاکستان سرحدي لانجې نه دې حل شوي، بلکې دواړه لوري پر يو بل د سرحدي سرغړونې تورونه لګوي.

له چين سره هم په سرحدي سيمې کې د چين او هند کړکېچونه روان دي. ۱۹۶۲ کې د هند او چين تر منځ هم جګړه شوې وه او تېر کال هم د ګډې لانجمنې پولې دواړو خواوو ته حالات ترينګلي وو، چې تر اوسه په کې حالات د ډاډ وړ  نه دی.

هند له چين سره په ګډه لانجمنې پولې بروماس کروز توغندي لګولي، چې امریکا هند ته ورکړي وو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د