افغانستان

کورنيو چارو وزارت: ځينې پوليس په جرمي پېښو کې لاس لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د کابل په ګډون په ځينو لويو ښارونو کې جنايي پېښې، قتلونه غلاوې او انسان تښتونې زياتې شوي چې د چارواکو په وينا په ځينو جرمي پېښو کې پوليس ښکېل دي.

د کورنيو چارو وزير ویس احمد برمک پرون د يوې غونډې په ترڅ کې په جرمي پېښو کې د پوليسو لاس لرل تاييد کړل او په وينا يې چې تر دې دمه يې پر وړاندې هيڅ ډول اقدامات نه دي شوي.

نوموړي وويل، امنيتي ادارو ته سپارښتنه شوې څو د پوليسو په ليکو کې غله، انسان تښتوونکي او قاتلين وپېژني او قانون ته يې وسپاري.

برمک زياته کړه، په کابل کې د جنايي جرمونو قوي ډلې شتون لري له يو بل سره نږدې اړيکې لري، يو بل سره همکاري او معلومات هم شريکوي.

هغه وايي، که څه هم په کابل ښار کې جنايي پېښې راکمې شوي، خو زياتوي په پوليسو کې د پراخ فساد د شتون له کبله دوی نه توانېږي چې د وسله والو بريدونو او جنايي پېښو مخه ونيسي په وينا يې د دغه ډول وضعيت دوام به د خلکو او دولت تر منځ فاصلې زياتې کړي.

په دې وروستيو کې د کابل ښار په ګډون جلال اباد، مزارشريف او ځينې لويو ښارونو کې د جنايي جرمونو پېښې زياتې شوي چې د خلکو په وينا ډيری يې د پوليسو د پوستو تر څنګ او په ځينو پېښو کې په ښکاره ډول پوليس ککړ وي، خو دولت يې په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

د کابل او جلال اباد ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي، د جنايي پېښو زياتوالي خلک اندېښمن کړي، د دوی په ورځنيو چارو- کاروبار يې اثر غورځولی او هيڅوک په ډاډه زړه خپل ژوند نه شي کولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x