افغانستان

د ننګرهار صنعت کاران: که ستونزې یې حل نه شي کار بندیز اعلانوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ننګرهار د سوداګرۍ او صنایعو رییس شېرعلم امله وال ګواښ کړی، که دولت یې ستونزې حل نه کړي، نو په دغه ولایت کې به ټولې تولیدي فابریکې وتړل شي.

د امله وال په خبره، د برېښنا نشتوالی، ناامني، سوداګرو ته ګواښونه او یو شمېر نورې ستونزې یې نه دي حل شوي او که د ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي ورته پاملرنه ونه کړي؛ نو ټولې تولیدي فابریکې به سقوط وکړي او خپل فعالیتونه به ودروي.

ده وویل، اوسمهال په ننګرهار کې ۲۷۳ خصوصي فابریکې فعاله دي، چې ۱۱ زره کسانو ته یې د کار موکه برابره کړي؛ خو د صنعت کارانو ستونزې ورځ تر بلې ډېریږي او ځايي چارواکي ورته پام نه کوي.

د امله وال په خبره، د شیخ مصري، حصار شاهي او د غالیو اوبدونکو صنعتي پارکونه د ۱۱۴۲ فابریکو د جوړېدو ظرفیت لري؛ خو د برېښنا د نشتوالي له امله یوازې ۲۷۳ فابریکې پکې فعاله دي.

نوموړي وویل، اوسمهال په ننګرهار کې د المونیمي لوښو، برېښنايي توربینونو، ایوډین مالګې، کرنیزو توکو، شټرینګي ریکشو، د اوسپنې ویلي کولو، غالیو اوبدلو، شوکاڼي، ماربل، د بخار دېګونو، د خوراکي توکو، د اور ځلا د عطرو، تهریشر جوړولو او لسګونه نورې فابریکې فعاله دي او که د سوداګرو ستونزو ته پام ونه شي؛ نو یادې ټولې فابریکې به سقوط شي.

امله وال زیاته کړه، په ننګرهار کې تولید شوي توکي پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو ته هم صادر شوي او په بهر کې ښه بازار لري.

ننګرهار کې د درونټې برېښنا سربېره د کابل د سروبي برېښنا هم د دغه ولایت صنعتي پارکونو ته د ورکړې په موخه ورکړل شوې؛ خو اوسمهال ډېره برېښنا په ځايي خلکو وېشل شوي او سوداګرو ته نه ده ورکړل شوې.

یاده دې وي، ننګرهار کې د خصوصي تولیدي فابریکو سربېره د زیتون د تېلو او اچارو دولتي فابریکه هم فعاله ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x