
ايساف: د هيواد په شمال کې مو يو عسکر مړ شوی
نن ټکی اسيا: افغانستان کې د نړيوال ځواکونو ايساف دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن يکشنبه سهار د افغانستان په شمال کې د دوی يو عسکر په غير نظامي پيښه کې وژل شوی دی.
ايساف د خپلې کړنلارې له مخې د پيښې دقيق ځای او د مړ شوي عسکر هويت نه دی په ډاګه کړی.