fbpx

دڅارويو حقوق

loscalzo_dogfightزمونږ په ټولنه ځیني داسي عادات او دودونه له ډېر پخوا نه مسلط دي چي اوس یې زمونږ په فولکلور کي ځای نېولی دی لکه دسپو جنګول، دچرګانو او کرکانو جنګول، بزکشي او دسخوندرانو د وچتولو لوبه ، خو د تأسف ځای دادی چي دېته ډېره لږ پاملرنه شوي چي داسلامي لارښوونو له مخي دهغوی مشروعیت او یا حُرمت جوته شوي وي ترڅو زمونږ په اسلام مين ولس ددیني لارښوونو په رڼا کي ددې لوبو دکولو اویانه کولو پرېکړه وکړي .

ما دنټ په پاڼوکي دڅارویو دبې ګټي سختي ربړوني ځېني انځورونه ولیدل ځکه مي وپتېیله چي د دیني نصوصو په هېنداره کي ورته يوه لنډه او څېړنېزه کتنه وکړم او په دې لړ کي داسلام درېځ خپل په دین مین مسلمان ولس ته روښانه کړم .

الله تعالی فرمايي :

وَالْأَنْعَامَ خَلَقَهَا لَكُمْ فِيهَا دِفْءٌ وَمَنَافِعُ وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ (5) وَلَكُمْ فِيهَا جَمَالٌ حِينَ تُرِيحُونَ وَحِينَ تَسْرَحُونَ (6) وَتَحْمِلُ أَثْقَالَكُمْ إِلَى بَلَدٍ لَمْ تَكُونُوا بَالِغِيهِ إِلَّا بِشِقِّ الْأَنْفُسِ إِنَّ رَبَّكُمْ لَرَءُوفٌ رَحِيمٌ (7) ) وَالْخَيْلَ وَالْبِغَالَ وَالْحَمِيرَ لِتَرْكَبُوهَا وَزِينَةً وَيَخْلُقُ مَا لَا تَعْلَمُونَ (8)  سورة النحل
او څاروي يې پيدا كړل چې په هغو كې ستاسو دپاره ګرم پوښاك او نورې ګټې هم شته او له هغو نه خوراك هم كوئ او (دا هم) تاسو ته يو ډول ښكلا ده پكې چې سهار يې وباسئ او ماښام يې بېرته راولئ او ستاسو درانه پيټي تر هغې سيمې وړي چې تاسو يې له ډېر كړاو ګاللو پرته نه شئ رسولى، رښتيا چې ستاسو رب خامخا ډېر مهربان خواخوږى دى, اسونه، كچر او خره يې هم ددې دپاره پيدا كړل چې هم پرې سپاره شئ او هم ښكلاوي او نور داسې شيان هم پيدا كوي چې تاسو ورباندې نه پوهېږئ .
رېښتیا هم چي زمونږ پروردګار په خپلو بندګانو څومره زړسواند او مهربان دی چي دهغوی دګټي او فایدې لپاره يې ګڼ شمېر څاروي چي په جوړښت، قوت او ضخامت کي ترانسان څو ګونه زيات دي اېل ګرزولي دي، بيا مونږ ولي ددې څارویو دپیدایښت دموخو سرچپه له هغوی نه داسي کارونه اخلو چي يوازي زمونږ  بېځایه او بېګټي شوق او هوس مړوي او نوره هېڅ ګټه نلري پدې سربېره دڅارویو دا ډول منفي کارونه دهغوی لپاره ډار، ځورونه، داړنه، خوږ،  پرهارونه او ستوماني پېښوي .src1247753162

داهم باید له یاده ونه باسو چي داسلام مبین دهغو تفریحي لوبو نه يواځي مخنیوی نکوي کومي چي انساني جسم ته ګټه رسوي او side effects (ضمني منفي ضررونه) ونلري، اوداسي څه پکي نه وي چي له دیني مقرراتو سره ټکر وي، لکه بې حيايي، دنارېنه وو او مېرمنو يوځايي ګډون، بې موجبه دڅارویو ځورول او يوله بل سره جنګول، بلکه مسلمانان يې کولو او خپلولو او د مهارتونو پکي لاسته راوړلو ته وربولي، لکه دلامبو وهلو زده کړه، دآسونو ځغلول او یا دآسونو دسورلۍ مسابقې لکه نېزې وهل، دنښي وېشتل مخکي په غشو او اوس په موډرنو وسلو او همدا راز نوري لوبي چي دانسان روغتیا اوجسم ته ګټه رسوي او دشرعي مقرراتو په چوکاټ کي وي، لکه منډي وهل او ورزشي يا تمريني نوري لوبي .
داچي مونږ څاروي او یا مرغان يوله بل سره جنګوو آیا دادخپل تش شوق دپوره کولو لپاره دهغو بې موجبه ربړول نه دی؟ مونږ ولي دا له یاده اېستلي چي له مونږ څخه به ددې څارويو په هکله دقيامت په ورځ پوښتنه کېږي؟
په قرانکریم دڅارویو په نوم ديوې بېلي سورې دنومولو چي (سورة الأنعام) دی یو الهي حکمت داهم دی چي انسان دڅارويو او مرغانولورته پاملرنه وکړي الله تعالی پدې سوره کي انسانانو ته په خطاب کي فرمايي :
وَمَا مِنْ دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا طَائِرٍ يَطِيرُ بِجَنَاحَيْهِ إِلَّا أُمَمٌ أَمْثَالُكُمْ مَا فَرَّطْنَا فِي الْكِتَابِ مِنْ شَيْءٍ ثُمَّ إِلَى رَبِّهِمْ يُحْشَرُونَ (38) سورة الأنعام
او په ځمكه كې هرخوځېدونكى او هرهغه الوتونكى چې په خپلو دواړو وزروالوزى، بل څه نه ستاسو په شان مخلوقات دي، موږ په كتاب (دفتر) كې هيڅ شى نه دي پريښي، بيا به (ټول) خپل رب لوري ته ورغونډيږي
عن عبد الله بن عمرو قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ( الراحمون يرحمهم الرحمن ارحموا من في الأرض يرحمكم من في السماء ( رواه الترمذي)
له عبد الله بن عمر رضي الله تعالی عنهما څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په زړسواندو انسانانو مهربان الله تعالی رحم کوي څوک چي په زمکه کي دي په هغو زړسوی وکړي الله تعالی به په تاسو رحم وکړي .
په بل حدیث شریف کي دخواخوږو او زړسواندو انسانانو لپاره داسي زېری دی .
عن عبد الله بن عمرو بن العاص عن النبي صلى الله عليه وسلم أنه قال: ( ارحموا ترحموا واغفروا يغفر الله لكم ( رواه أحمد)
عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله تعالی عنهما څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: رحو وکړﺉ ترڅو په تاسو باندي رحم وکړل شي بښنه کوﺉ تر څو الله تعالی تاسو ته بښنه وکړي .
عن أبي هريرة قال سمعت أبا القاسم صلى الله عليه وسلم يقول: ( لا تنـزع الرحمة إلا من شقي ( رواه الترمذي )
له ابوهریره رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه څوک چي بد مرغه وي دهغه په زړه کي ترحم او زړسوی نه وي .
په څارويو ترحم او زړسوی دانسان لپاره دالهي بښني او دجنت د وړتيا او دخول سبب ګرزي .
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: بينما رجل يمشي بطريق اشتد عليه العطش فوجد بئرا فنزل فيها فشرب ثم خرج ,فاذا كلب يلهث يأكل الثرى من العطش فقال الرجل: لقد بلغ هذا الكلب من العطش مثل الذي كان قد بلغ مني فنزل البئر فملأ خفه ماء ثم أمسكه بفيه حتى رقي فسقى الكلب فشكر الله له فغفر له(أخرجه الشيخان)
ابوهریره رضي الله تعالی عنه روايت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : يو سړی په لاره روان وو، تنده ورباندي زوروره شوه، يوڅاه يې وموند هلته ورکوز شو، اوبه يې وڅښلې او بېرته راووت، ګوري چي يوه سپي ژبه را اېستلي او له ډېري تندي لمده خاوره څټي، دې سړي له ځان سره وويل چي داسپی به هم ځما په شان تږی وي بېرته هماغه څاه ته ورکوز شو، خپله موچڼه يې له اوبو ډکه کړه او په خوله کي يې ونېوه ترڅو له څاه راوخوت هغه سپی يې اوبه کړ، بيا يې پدې کار چي سپی يې اوبه کړ دالله تعالی شکر واېست او الله تعالی يې په بدل کي ټول ګناهونه وروبښل .
عن ابن عمر رضي الله عنهما ، عن النبي صلى الله عليه وسلم ، قال : ” دخلت امرأة النار في هرة ربطتها ، فلم تطعمها ، ولم تدعها تأكل من خشاش الأرض ” (البخاري)
یوه مېرمن پدې وجه دوژخي شوه چي خپله پشو يې تړلي وه نه خو يې پخپله خواړه ورکول اونه يې دېته پرېښودله چي دزمکي په مخ ځانته خواړه ومومي .
اسلام دڅارویو او مرغانو بې ځایه ربړول حرام ګرزولی دی، لکه په لوږه اوتنده کي ساتل، کله چي هغه ولاړ وي دډېر وخت لپاره دهغه په شا سپور پاته کېدل، دهغه ستومانه کول او ستونزمن کار ورڅخه اخېستل او دهغه تر وس زيات دروندپېټی ورباندي اېښودل، يواځي دخوند اخېستلو او شوق پوره کولو په خاطر دهغوی وژل او ښکارول چي نوره ګټه ښکار کوونکی نه ورڅخه آخلي، او دهغه په نښه ګرزول که په ډبرو وي، یاپه غشو او يا په کارتوسانو او که دمثال په ډول بزکشي او يا ګوساله کشي وي چي ژوندي څاروي پکي کارول کېږي.
همدا راز اسلام مونږ په ټېنګه پدې مکلف ګرزوي چي په اور باندي دڅارویو، مرغانو او حشراتوله سوځولو څخه ډډه وکړو او دجسم ځیني برخي يې په اور ونه داغو، حیوانات او یا مرغان دلوبو لپاره يوله بل سره په جنګ اخته نکړو، دمرغانو هغه ځالي ونه نړوو او بېځایه يې نکړو چېرته چي هغوی اوسي او یابچي زېږوي او دمېږیانو دښارغلیو له سوځولو څخه ځانونه وساتو .
داچي اسلام مونږ دڅارويو، مرغانو او دزمکي په مخ دټولو خوځېدونکيو او روح لرونکيو په هکله دترحم او خواخوږي لورته وربولي دا لاندي يوڅو نبوي حدیثونه دبېلګي په توګه یادوو
عن شداد بن أوس ، قال : ثنتان حفظتهما عن رسول الله صلى الله عليه وسلم ، قال : ” إن الله كتب الإحسان على كل شيء ، فإذا قتلتم فأحسنوا القتلة ، وإذا ذبحتم فأحسنوا الذبح ، وليحد أحدكم شفرته ، فليرح ذبيحته “. (مسلم)
شداد بن اوس رضي الله تعالی عنه روايت کوي چي دوه شیان مي له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه په زړه دي چي هغه وفرمايل : الله تعالی په هرڅه باندي احسان کول لازم ګرزولی دی نو که تاسو وژل یا حلالول کوﺉ نو په ښه توګه يې کوﺉ او تاسو خپلو چاړه تېروﺉ ترڅو خپل څاروی حلال شوی ژوندی ساه هوسا کړﺉ .
عن الشريد ، يقول : سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول : ” من قتل عصفورا عبثا عج إلى الله يوم القيامة يقول : يا رب ، إن فلانا قتلني عبثا ، ولم يقتلني منفعة (أخرجه النسائي وابن حيان)
له شرید رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی وايي چي ماله رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چي هغه وفرمایل: څوک چي چنچوڼۍ مرغۍ بې ګټي ووژني هغه مرغۍ به د قیامت په ورځ الله تعالی ته فریاد وکړي او وايي به چي اې ربه! فلاني زه هسي ووژلم او کومه يې ځما له وژلو نه واخېستله .

عن ابن عمر قال : سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول : ” من مثل بذي روح ، ثم لم يتب مثل الله به يوم القيامة (أخرجه الامام أحمد)
له عبد الله بن عمر رضي الله تعالی عنهما څخه روایت دی وايي چي ماله رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چي هغه وفرمایل: يوڅوک چي د کوم ژوندۍ ساه لرونکی غوږ، پوزه یاکوم بل اندام ورغوڅ کړي او بيا تر مرګ وړاندي الله تعالی ته توبه ونه باسي الله تعالی به يې دقيامت په ورځ دهماغه څاروي غوندي اندامونه ورغوڅ کړي.
عن عبد الله بن جعفر قال : مر رسول الله صلى الله عليه وسلم على أناس وهم يرمون كبشا بالنبل ، فكره ذلك ، وقال : ” لا تمثلوا بالبهائم (أخرجه النسائي والطبراني)
عبد الله بن جعفر رضي الله تعالی عنهما فرمايي : چي رسول الله صلی الله عليه وسلم په یوه ډله کسانو تېرېدو ويې لېدل چي هغوی ديوه ژوندي مږ ځېني اندامونه په نښه کړي او په غشو يې ویلي، ډېره کرکه يې وکړه او ويې فرمايل: دژندیو څارويو اندامونه مه غوڅوﺉ
عن أبي أمامة رضي الله عنه ، قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ” من رحم ، ولو ذبيحة عصفور رحمه الله يوم القيامة (البیهقي والطبراني)
له أبوأمامه رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چي زړسوی او خواخوږي وکړي که د چنچوڼۍ مرغۍ په حلالولو کي هم وي الله تعالی به دقيامت په ورځ ورباندي رحم وکړي .
پدې لړ کي نور هم زیات اثار رانقل شوي دي چي دژونديو ساه لرونکیو لورته زمونږ پام اړوي خو ترڅو چي بحث ډېر اوږد نشي په همدې ځای يې بس کوو اواوس به دبحث په پای کي يوه کتنه دېته وکړو چي اسلام دسپیانو  دپاللو او په کورونو کي دساتلو مونږ ته څه حکم کوي ؟

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ :   مَنْ أَمْسَكَ كَلْبًا فَإِنَّهُ يَنْقُصُ كُلَّ يَوْمٍ مِنْ عَمَلِهِ قِيرَاطٌ إِلا كَلْبَ حَرْثٍ أَوْ مَاشِيَةٍ (البخاري)
له ابوهریره رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چي يو سپی ساتي دده دنېکو عملو له ثواب څخه هره ورځ دوه قېراطونه (درجې) کمېږي مګر که دښکار لپاره وي او يا دکرهڼي دساتلو لپاره .
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ :   مَنْ اقْتَنَى كَلْبًا لَيْسَ بِكَلْبِ صَيْدٍ وَلا مَاشِيَةٍ وَلا أَرْضٍ فَإِنَّهُ يَنْقُصُ مِنْ أَجْرِهِ قِيرَاطَانِ كُلَّ يَوْمٍ (مسلم)
له ابوهریره رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چي يو سپی ساتي خو نه دښکار کولو وي او نه دڅارويو دساتلو الله تعالی به يې دده دنېکو عملو له ثواب څخه هره ورځ دوه قېراطونه (درجې) کموي .
محدثین او علماء دذکر شویو حدیثونو په رڼاکي لیکي چي که يو څوک سپی په کور کي ددې لپاره چي ښکار ورباندي وکړي ،  يا کرونده ورباندي ساتي، يا خپل څاروي وباندي پیايي، يا خپل کور له غلو او دښمن څخه ورباندي ساتي يا يې دولتي ادارې ددې لپاره ساتي چي نشه يي توکي ورباندي معلوم کړي او يا غله ورباندي وپېژني بیا يې ساتل جواز لري او که دا یادي شوي اړتياوي نه وي بيا يې ساتل مکروه او د اسلام له نظره کرکجن عمل دی او دا دساتونکي په نيت پوري اړه لري خو هغه څوک چي سپی جنګوي له عمل نه يې نیت جوته ده اودسپیو ساتل ورته جواز نلري ځکه چي دحیواناتو او مرغانوجنګول ناروا عمل دی او که پدې جنګولو باندي ګټه لاس ته راوړي او مشروط جنګول وي نو بېشکه چي په قمار کي داخل دی او ګټه ورنه اخېستل حرام کاردی .
الله تعالی د مونږ ته داسلامي لارښوونو په رڼا کي دژوند کولو او دالهي حکمونو او نبوي ارشاداتو بشپړو منلو او په کورونو او ټولنه کي يې دپلي کولوتوفیق راکړي (آمېن)

لیکنه: أبوخليل قدوسي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د