نړۍ

د پاکستان په سرتاسرۍ کې نن د نوازشریف د حکومت په خلاف مظاهري کیږي

نن ټکی اسیا: د عوامي تحریک په نامه نن ورځ د مئي په ۱۱ نیټه د پاکستان په اکثرو ښارونو کې د حزب اختلاف ګوندونو په شمول د حکومت خلاف ګوندونه مظاهرې کوي.

په ۱۱ مئي تېر کال انتخابات تر سره شول، چې په اکثریت سره د نواز شریف ډلي مسلم لیګ وګټل، ولي د عمران خان ګوند تحریک انصاف او جماعت اسلامي غوندي ګوندونو ادعا وکړه چې په انتخاباتو کې په پراخه کچه درغلي شوې.

نن ورځ به کراچي، اسلام اباد او نورو غټو ښارونو کې لوی لوی جلوسونه او جلسې وشي، او په هغو کې به د عمران خان او جماعت اسلامي ګوندونو مشران ګډون او ویناوي وکړي.

د عوامي تحریک نمایندګان وايي چي په انتخاباتو کې د درغلۍ سربیره اوسنی حکومت د هیواد د چارو په پرمخ بیولو کې ناتوانه پاته شوی، او دا احتجاج به د اوسنۍ ادارې په خلاف یو انقلابي سیاسي پاڅون وي، او تر هغو به دوام کوي تر څو چې دا حکومت نه وي نړیدلی.

عبد الله – کراچي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x