افغانستان

حکومت د کاري فرصتونو په پلمه یو بست څو ځلې اعلانوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ګډ حکومت له پیله په اداري برخه کې د فساد ډېروالی او هممهاله له تعليمي مؤسسو او پوهنتونونو د زرګونو ځوانانو فراغت هغه څه دي چې د بې کارۍ کچه يې لوړه کړې ده.

د یو ټیټ بست لپاره د فورمې اخیستو په پلمه هم لسګونه ځوانان ډلې ډلې د بست اړوند ادارې په دروازه کې ولاړ وي او هر يو يې هڅه کوي چې د دې بست لپاره دی وټاکل شي.

حکومت د کاري فرصتونو د برابرولو په پلمه هڅه کوي، یو بست څو ځلې اعلان کړي او په دې توګه وښيي چې دوی د ځوانانو لپاره کاري فرصتونه برابروي.

مسیر ورځپاڼه د ځينو ځوانانو له خولې د کلیو او پراختیا وزارت د نمونې په توګه یادوي چې د ولایتي ساحوي انجینرانو بستونه يې څو ځله اعلان کړي دي.

د سرچينې په قول تېر کال د همدې وزارت اړوند څو بستونه اعلان شول، خلک ورته نوماندان شول، ازموینې يې ورکړې خو بې له دې چې څوک ترې وټاکل شي کال وروسته هماغه بستونه بیا اعلان شول.

ورځپاڼه د عبدالولي وهاب په نوم د شنونکي له خولې لیکي، چې حکومت تر فشار لاندې دی، د دې لپاره چې عامه ذهنیت بدل کړي او وښيي چې هره ورځ نوي کاري فرصتونه برابروي، زاړه تش بستونه بیا بیا اعلانوي.

د ګډ حکومت په لومړیو کې د پوهنې وزارت تر چتر لاندې د دارالمعلمینونو لپاره لسګونه بستونه اعلان شول، چې له اعلان وروسته يې درک ونه لګید، شپږ میاشتې وړاندې بیا هماغه بستونه اعلان شول، خو نږدې میاشت وړاندې يې د بیا اعلان خبرونه ورکړل شوه.

د پوهنې وزارت مسوولینو دعوه وکړه چې دوی د ازموینې د شفافیت په پلمه دغه ګامونه واخیستل.

تازه حکومت د ټاکنو کمیسیون، کابل ښاروالۍ او ګڼو نورو برخو کې بستونه اعلان کړي، چې پراخ اداري فساد، د بست تر اعلان مخکې د واسطې له مخې د بست لپاره د یو کس ګمارنه هغه څه دي، چې ځوانان يې د ازاد رقابت په نوم له پروسې زړه توري کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x