افغانستان

امریکا وايي بلخ کې دې واک په سوله ییز ډول ولېږدول شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ډونالډ ټرمپ مرستیال وايي، دوی په بلخ کې د واک د سوله ییز لېږد ملاتړ کوي.

له سپینې ماڼۍ خپره شوې خبرباڼه کاږي، مايک پنس له محمد اشرف غني سره په تلیفوني اړیکه کې ويلي، هڅه دې وکړي چې له عطامحمد نور سره د خبرو او جوړ جاړي له لارې د واک پر سوله ییز لېږد راضي شي.

د بهرینو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني چې د جمعیت اسلامي مشري هم پر غاړه لري، د مایک پنس د دې وړاندیز هرکلی کړی دی.

هغه پخپله ټویټر پاڼه لکیلي، زه د مایک پنس له دې څرګندونو سره موافق یم، چې بلخ کې باید واک په سوله ییز شکل او سیاسي مشارکت له مخې ولېږدول شي.

د بلخ او ارګ تر منځ ناندرۍ تر یوې میاشتې واوښتې، خو لا هم دواړه لوري پر خپلو څرګندونو او غوښتنو کلک ولاړ دي.

د مایک پنس له دې ټلیفوني اړیکي وروسته د بلخ لپاره د ارګ له لوري والي انجینر محمد داود هم مزار ته رسېدلی، چې د پلار په جنازه کې برخه واخلي.

د امریکا مرستیال ولسمشر اشرف غني ته دا هم ویلي، چې ټاکنې باید پر خپل وخت ترسره شي.

تر اوسه ارګ د مایک پنس او غني د اړیکي په اړه څه نه دي ویلي؛ خو دوه ورځې وړاندې ځینو امریکايي رسنیو د بلخ او ارګ ناندرۍ د امریکا لپاره نوی سرخوږی یاد کړ.

عطامحمد نور د لانجې په پیل کې پر نړیوالو غږ وکړ، چې د ارګ او نوموړي تر منځ دې مداخله نه کوي.

څرګنده نه ده چې د امریکايي مرستیال ولسمشر په اړه به د عطامحمد نور غبرګون څه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x