افغانستان

د ټرمپ مرستيال د غني او نور تر منځ د منځګړيتوب وړانديز کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني او د امریکا مرستيال ولسمشر مايک پنس د مرکزي حکومت او د بلخ د ګوښه شوي والي عطاء محمد نور تر منځ په روان کړکېچ خبرې کړي دي او وړانديز يې کړی، چې د دواړو منځ روان کړکېچ بايد د خبرو له لارې حل شي او په دې اړه يې د مرستې او منځګړيتوب وړانديز کړی دی.

مایک پنس په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي، چې د ګډ حکومت له مشر اشرف غني سره يې د عطاء محمد نور د موضوع سربېره د روانې جګړې او د ډونلډ  ټرمپ د نوې تګلارې په اړه هم خبرې کړي دي.

پنس ويلي، چې له بلخ ولايت څخه د نور د ګوښه کولو چارې بايد په سوله ييزه توګه تر سره شي او د دواړو لوريو تر منځ روان کړکېچ بايد د خبرو له لارې حل شي.

د جمعيت اسلامي مشر او د ګډ حکومت د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د نور د موضوع په اړه د مايک پنس د وړانديز هرکلی کړی دی.

صلاح الدين رباني هم په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي، چې دی د نور او غني تر منځ د روان کړکېچ په اړه د مایک پنس د وړانديز هرکلی کوي.

له يوې مياشتې زيات وخت وشو، چې د ګډ حکومت مشر د بلخ والي له دندې ګوښه کړی، خو ښاغلی نور لا هم ټينګار کوي، چې دی د بلخ والي دی او تر څو يې، چې د ده غوښتنې او شرطونه نه وي منل شوي، هېڅوک يې په زوره له دندې نه شي ګوښه کولی.

د عطاء محمد نور په استازيتوب د جمعيت اسلامي ګوند او د ارګ ترمنځ مذاکرات روان دي، خو د جمعيت سرچينې وايي، چې تر اوسه په دغو مذاکراتو کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
وزیرخان الکوزی

دخبرولاره سمه ده خو په هیڅ قیمت باید عطا محمد نور په اوسنی پوست چی والی ده پاتی نشی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x