ورزش

میسي د نامتو فوټبالر ستر ریکارډ مات کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د نړۍ وتلي ستوري لیونل میسي د جرمني هېواد نامتو فوټبال لوبغاړي ګیرډ مولر د زیاتو ګولونو ریکارډ مات کړ.

میسي د بارسلونا کلب لخوا تېره ورځ د Real Sociedad لوبډلې په وړاندې په لالیګا «La Liga» لیګ کې خپل ۳۶۶م ګول ترسره کړ چې د جرمني هېواد وتلي ستوري Gerd Muller ۳۶۵ ګولونو ریکارډ مات کړ.

له دې وړاندې میسي پخپله ۴۰۰مه کلب لوبه کې د مولر ریکارډ برابر کړ، چې د تېرې یکشنبې په ورځ یې د Real Sociedad لوبډلې ته په ۴.۲ ماتې ورکولو سره دغه ستر ریکارډ مات او پخپل نوم ثبت کړ.

په اوس وخت کې د لالیګا لیګ لپاره تر ټولو ډیر ګولونه لیونل میسي (۳۶۶) او کریسټیانو رونالډو (۲۸۹) ترسره کړي دي.
همدا ډول لیونل میسي د خپل هېواد ارجینټینا لپاره ۶۱ ګولونه ترسره کړې دي.

ګیرډ مولر د جرمني هېواد د تېرې پیړۍ د سترو او وتلو ستورو څخه وو، چې د بالون سرو زرو بوټ، د جرمني لخوا د کال غوره لوبغاړی او د نړیوال جام سرو زرو بوټ جایزې یې ترلاسه کړې دي.

نوموړی د جرمني «بایرن مونیچ» کلب لوبډلې لخوا له ۱۹۶۴ څخه تر ۱۹۷۹م پورې لوبیدلی چې په ۴۲۷ لوبو کې یې ۳۶۵ ګوله ترسره کړي، او د خپل هېواد جرمني ملي لوبډلې لپاره یې په ۶۲ لوبو کې ۶۸ ګولونه ترسره کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x