افغانستان

د کندهار چارواکي:پاکستاني پوځیان د افغانستان پر حریم راننوتي

د کندهار محلي چارواکي وايي چې د دې ولایت د معروف ولسوالي اړوند په خاک ښاد او اعلی جرګې سیمو کې پاکستاني پوځیان یو کلیومتر وړاندې راغلي دي.
په سیمه کې د سرحدي پولیسو قوماندان رنګین وايي چې موږ پاکستاني پوځیانو ته د سيمې مشران لېږلي چې بېرته شاته شي، خو هغوی له دوو ورځو راهیسي خپل تاسیسات پیل کړي دي.

د کندهار ولایتي چارواکي وايي چې سيمې ته يې د څېړنې په موخه یو پلاوی لېږلی دی.
دا په داسې حال کې دی چې په تېرو ورځو کې هم د هېواد په شمال کې د ترکمنستاني ځواکونو د پنځوس کیلومتره وړاندې راتګ خبرونه خپاره شول، چې د کورنیو چارو وزارت مسوولینو ردول، خو د سيمې اوسېدونکو يې پخلی کاوه.
یاده دې وي چې تېرکال هم په همدې میاشت کې دهېواد په ختیځ کې پاکستاني پوځيان نږدې څلویښت کیلومتره وړاندې راغلي و، چې په ګوشته کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته هم وشوه.
د طالبانو له رژیم وروسته پاکستان پرلپسې د هېواد په حریم تېری کړی، چې په جنوب ختيځ ولایت پکتیکا کې نږدې شپېته کیلومتره وړاندې راغلي دي. د دې ولایت د ګومل ولسوالي په اوږده لویه پوله کې د خنډ او لوی ازن اورسک په سیمه کې د پاکستاني ځواکونو پوستې شته، خو افغان سرحدي ځواکونه نه ليدل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x