طالبانو په کندز کې د اوبو سربند د تهداب تیږه کیښوده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو تر څارنې لاندې د نهر ترکمن د سربند د جوړولو چارې پیل شوې.

نوموړې پروژه په آمو سیند د ۸۰۰ متره اوږدوالي په درلودلو سره رغیږي او ورسره څلور کوچني بندونه، دوه ترنابونه او دوه استنادي دیوالونه هم جوړیږي.

د نهر ترکمن د اوبو سربند د جوړلو مالي لګښت ۱۰ ملیونه افغانۍ اټکل شوی.

د نوموړي سربند په جوړیدو سره به د امام صاحب ولسوالۍ تقریبا ۲۲۰۰۰ جریبه کرنیزه ځکه د اوبو تر پوښښ لاندې راشي.

د یادې پروژې د تهداب ډبرې د ایښودو غونډه کې د کندز لپاره د طالبانو د موسساتو او شرکتونو د چارو کمیسون ولایتي رئیس، قومي مشرانو او سپین ږیرو، د شرکتونو استازو او عامو خلکو ګډون کړی و.

د نهر ترکمن د اوبو سربند رغونې چارې پنځه کاله مخکې هم یو ځل پیل شوې وې، چې د اربکیانو لخوا یې د دوه تنو انجینرانو په تښتولو سره چارې نیمګړي پاتې شوې وې. خو دا ځل چې رغنیزې چارې يې د طالبانو تر نظارت لاندې پیل شوي، تمه ده چې له خنډ او ځنډ پرته په ښه ډول سرته ورسیږي.

یاده دې وي چې تېر کال هم د طالبانو په نوښت د سیلابي موسم له پیل څخه مخکې د آمو سیند په څنډو ګڼ استنادي دیوالونه ورغیدل، چې له امله یې زرګونه جریبه ځمکه د سیلابونو له زیان څخه بچ شوه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د