
د ولسمشر د فرمان پر اساس ګڼ شمېر زندانيان خوشې شول
نن ټکی اسيا: د ثور د اتمې د مجاهدينو د بريا د ورځې په مناسبت د ولسمشر کرزي د فرمان له مخې د هيواد له يو شمېر ولايتي زندانو لسګونو زندانيان خوشې شول.
د هيواد شمال کې د فارياب ولايت چارواکي وايي، چې نن يکشنبه یې د ولسمشر د فرمان له مخې د دغه ولايت له مرکزي زندانه ۷۳ زندانيان خوشې کړل.
د فارياب ولايت د محکمې ريس حبيب الله وثيق وايي، چې د خوشې شويو زندانيانو ډېری يې په جنايي جرمونو بنديان وو.
د يو بل خبر له مخې د ميدان وردګو ولايت چارواکو هم ويلي، چې نن يکشنبه یې د ميدان وردګو ولايت زندان څخه ۲۳ زندانيان خوشې کړي دي.
همدا رنګه د بلخ ولايت چارواکي وايي، چې د ولسمشر د فرمان له مخې يې شپيته زندانيان چې په بېلابېلو جرمونو بنديان وو، خوشې کړي دي.
د بلخ د زندانونو عمومي مدیر عبدالله عزيزي وايي، چې د ولسمشر د فرمان له مخې يې ۵۹ سړي او ۶ ښځې زندانيانې خوشې کړي دي.
همدا راز د هیواد سويل کندهار ولايت څخه خبرونه وايي، چې د کندهار مرکزي زندان څخه ۱۰۱ زندانيان خوشې شوي دي.
د کندهار د مرکزي زندان مشر سمونوال محمد اکبر زابلی وايي، چې د ولسمشر د فرمان له مخې د کندهار له مرکزي زندانه يې ۱۰۱ زندانيان خوشې کړي دي.
سمونوال زابلي زياته کړې، چې اوس هم د کندهار مرکزي زندان کې ګڼ شمېر زندانيان له کوم جرم څخه پرته شپې ورځې تېروي.
ویل کيږي، چې په دغو زندانيانو کې ډېری یې په جنايي جرمونو بنديان وو.
د يو شمېر زندانيانو کورنۍ او خپلوان پر حکومت تور لګوي، چې د محبس چارواکي او نور اړوند مسؤولين د پیسو په بدل کې بنديان خوشې کوي او دوی دومره پیسې غواړي، چې د غريب سړي په وس نه وي پوره.
د يادونې وړ ده، چې د څرخي پله د زندان سربېره د هيودا په بېلابېلو زندانونو کې اوس هم زرګونه زندانيان له محکمې پرته شپې ورځې تېروي.