
د غزني په ګیلان کې نهه ورځني عملیات پای ته ورسېدل
نن ټکی آسیا: د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له لورې پيل شوي عملیات له نهو ورځو وروسته په ناکامۍ سره تېر ماښام اوه بجې پای ته رسېدلي.
د طالبانو ویاند رسنیو ته په استولې اعلامیه کې څرګنده کړې،چې د پولیسو،ملي اردو او اربکیانو ګډ علمیات یې په سېمه کې له سخت مقاومت وروسته په شا تمبولي او د درنو مالي او ځاني زیانونو د اوښتلو ادعا کوي.
ذبیح الله مجاهد وايي، کله چې کورني عسکر د ګیلان ولسوالۍ ملاجانان، پردل او لطیف کلیو ته را ورسېدل، نو د دوی له کمینونو سره مخامخ شول اوخورا زیات تلفات یې ورکړل.
د مجاهد په وینا : «په دغو درنو نښتو او جګړو کې د دښمن ۴۶ تنه عسکر، پولیس او اربکیان قتل شول، ګڼ شمير يې ټپیان او یوتن قومندان ( اسدالله د ننګرهار چپرهار اوسیدونکی) له ۴ ميله وسلو، زغرو او نورو مهماتو سره ونیول شو، ۶ ټانګونه او ۲ رینجرموټريې هم منفجر او ټوټې ټوټې شول.»
ښاغلي مجاهد د حکومتي لورې د ادعا خلاف، چې ګنې دوی هم د لسګونو کسانو تلفات ورکړي، زیاته کړې : «په ټوله جګړه کې ۶ تنه مجاهدین شهیدان شوي او ۷ تنه ټپیان دي، نور الحمدلله مجاهدين هیڅ تلفات نه لري او په دې اړه د دښمن اوتی بوتی له حقيقته لري دي.»
ویل کېږي، چې په دې عملیاتو کې د یادو کلیو سربېره د شاوخوا کلیو لکه بلاهیر او نابرو ګڼ اوسېدونکي د کورونو پرېښودلو ته په زوره اړ شوي، همدارنګه ځينې نورو بیا د جګړو او مرمیو د بادېدو له کبله کورونه پرېښي دي.
د طالبانو ویاند هم دا خبره تاییدوي او زیاتوي، چې :«۲۱ تنه عام ملکي وګړي په خپلو کورونو کې ټپيان شول چې ۵ ښځې ۳ ماشومان ۱۳ نارینه په کې شامل دي، دښمن د ګیلان ولسوالۍ له مختلفو کلیونه تقریبا ۳۰۰ کورنۍ دې ته اړې کړې وې چې خپل کورونه پریږدي ترڅو اربکیو، عسکرو او پولیسوته د چور زمینه مساعده شي .»
نوموړي ویلي، چې بې ځایه شوي خلک له سېمي څخه د عسکرو او اربکیانو له وتلو سره جوخت بېرته خپلو کورونو ته را ستانه شوي او ډاډ یې ورکړ، چې سېمه اوس په بشپړه توګه د دوی په واک کې ده او خلکو د امنیت په فضا او ډاډ سره عادي ژوند پيل کړی.