افغانستان

ولسي جرګې د بودجې طرحه تصویب کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): ولسي جرګې د روان مالي کال د بودجې طرحه په پراختيايي بودجه کې د ۱۷ میلیارده افغانۍ له اضافه کېدو وروسته تصویب کړه.

وړاندې تر دې په لېندۍ میاشت کې ولسي جرګې د ولایتونو تر منځ د توازن نه ساتلو او د بودجې خیالي ګڼلو په پلمه دغه بودجه رد کړه.

تصویب شوې بودجه کې ۲۶۶،۱ میلیارد افغانۍ عادي او ۱۱۰ ميلیارده افغانۍ پراختيايي بودجه ده.

د ولسي جرګې د مالي کمیسیون مشر امیرخان یار وویل، د دې بودجې ۴۵ سلنه به له کورنیو عوايدو څخه، ۵۲ سلنه به له بهرنیو مرستو څخه او درې سلنه نوره به د ماليې وزارت له لوري برابرېږي.

د هغه په خبره په پراختيايي بودجه کې ځکه ۱۷ میلیارده افغانۍ زیاتې شوې دي، چې له دې طرحې نه ځينې پروژې ویستل شوې وې، بېرته پکې اضافه کړل شوې.

يار وايي، د احتیاطي کوډ پیسې بیا له ۵۶ میلیارده افغانیو څخه ۵۴ میلیاردو ته ټيټې شوې دي.

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کېې د ۱۵۲ حاضرو غړو له ډلې ۱۲۲ تنو دې طرحې ته د تایید رايې ورکړې.

وړاندې تر دې داسې راپورونه ورکړل شوي و، چې ولسي جرګه کې هر استازی د خپلو پروژو د داخلولو او برخې غوښتنې په پلمه هڅه کوي چې بودجه رد او پر ماليې وزات خپل شرطونه ومني.

روان مالي کال (۱۳۹۷ لمریز) د جدې له لومړۍ نېټې پیل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x