افغانستان

تورخم کې په مڼو بار دېرش موټرو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د افغانستان د متشبيثينو عالي بورډ وايي، پاکستان له تېرو درو ورځو راهيسې په تازه ميوې بار دېرش موټرو ته افغانستان ته د تګ اجازه نه ورکوي.

د متشبیثينو د بورډ مشر حاجي اغا وايي، پاکستان ترې د دغو مڼو تصديق پاڼې غواړي، زياتوي په دغو موټرو کې نږدې زر ټنه مڼې بار دي او که ژر اجازه ورنکړل شي نو د خرابېدو له ګواښ سره مخ کېدلی شي.

د هغه په وينا، د موټرو د بنديدو نږدې درې ورځې اوړي او هره ورځ افغان سوداګرو ته د دې کار له کبله څلور ميليونه افغانۍ زيان اوړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني نن په کابل کې د سولې اړوند په يوې غونډه کې وويل (که پاکستان مونږ د تورخم په دروازه ويروي نو د کلونو کلونو لپاره دې يې وتړي).

خو حاجي اغا بيا وايي، د يادې ستونزې د حل لپاره يې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت سره اړيکه نيولې څو دغه مسله له ديپلوماتيکو لارو حل شي.

تر دې مخکې هم د افغانستان- پاکستان تر منځ د لارو د تړل کېدو له کبله د دواړو لوريو سوداګرو ميليونونه ډالره زيان ليدلی دی.

په دې وروستيو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سياسي اړيکو د خرابوالي او ترانزيتي ستونزو د راپيدا کېدو له امله د سوداګرۍ په راکړه ورکړه کې شپېته سلنه کموالی راغلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x