دیني، سیرت او تاریخ

په دعاء کې ټینګار کول

دکتور کفایت الله وردګ

کله چې مونږ له کوم انسان نه کوم شی غواړو نو معلومه نه وي چې هغه به یې راکړي او کنه؟ آیا هغه به ددې قابل وي چې مونږ ته کوم شی راکړي او کنه ؟ آیا له ده سره به دا شی موجود وي او کنه .. آیا مونږ ته به یې راکول وغواړي او کنه لکن … کله چې مونږ له الله جل جلاله نه د کوم شي سوال کوو نو هغه د هرشی په ورکولو قادر دی ، هرشی له هغه سره موجود دي ، د هېڅ شي له ورکولو څخه عاجز نه دی نو ددې امله مونږ باید په ټینګه سره له الله جل جلاله نه سوال وکوو له حضرت ا نس رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل : إِذَا دَعَا أَحَدُكُمْ فَلْيَعْزِمِ المَسْأَلَةَ، وَلاَ يَقُولَنَّ: اللَّهُمَّ إِنْ شِئْتَ فَأَعْطِنِي. صحیح البخاري

ترجمه : کله چې یو د تاسې دعاء کوله نو دعاء په ټینګه سره کوئ او په دعاء کې د په تاسې کې څوک داسې نه وایي : اې الله جل جلاله که د خوښه شوه نو رایې کړه .

او باید له الله جل جلاله څخه د سوال په کولو سره ستړي نه شو او دا ونه وایو چې ډېر ځله مې دا شی وغوښتل خو الله جل جلاله یې ماته نه راکوي د حضرت ابی هریره رضی الله عنه څخه روایت دی فرمایي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل : يُسْتَجَابُ لأَحَدِكُمْ مَا لَمْ يَعْجَلْ، يَقُولُ: دَعَوْتُ فَلَمْ يُسْتَجَبْ لِي. صحیح البخاري

ترجمه : ستاسې د یو دعاء قبلیږي ترڅو چې بېړه ونه کوي ووايي : زه دعاء کوم خو راته نه قبلیږي .

او دعاء چې کوو باید خپله دعاء دری ځله وکوو دا هم سنت دی او دا ددې نښه ده چې مونږ له الله جل جلاله نه په غوښتلو باندې نه ستومانه کیږو د حضرت ابن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی فرمایي: وَكَانَ صلى الله عليه وسلم إِذَا دَعَا دَعَا ثَلاَثًا. صحیح مسلم

ترجمه : رسول الله به چې دعاء کوله نو دری ځله به یې کوله .

یاد ګېرنه : دا لړۍ مونږ ددې لپاره شروع کړې چې تر تاسې پورې یو سنت در ورسیږي ، که لتاسې نه هېر شوي وی در په یاد به شي ، که تاسې ته په یاد وي ستاسې لپاره به تکرار شي او که ستاسې نه وو زده دا به ستاسې لپاره نوي او مبارک معلومات شي د صدقه جاریه په نیت یې له خپلو ملګرو سره شریکول او ثواب ګټل یې ستاسې کار دی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد مختار

دیر په زره پوری مالومات ول دیره مننه له نن تکی آسیا نه.
الله زمونگ سره بریالی که بیا هم مننه د گتورو مالوماتو نه.
په درناوی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x