افغانستان

د کندهار-سپین بولدک پر سړک باندې سرتېري برید ۲۶ بهرنیانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی آسیا: نن غرمه د کندهار- سپین بولدک پر سړک د دامان ولسوالۍ د منډي حصار په سېمه کې د ګډو ځواکونو پر کاروان سرتېری برید شوی، چې په ترڅ یې درنه مرګ ژوبله اوښتې.
طالبانو د پېښي مسؤلیت منلی او د کندهار د والي سرپرست ویاند دوا خان مینه پال وايي، چې په برید کې د ملي اردو درې عسکر ټپیان شوي او نوره مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اوښتې.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي د ملکي وګړو د تلفاتو خبره رد کړې او وايي، چې د دوی یوه کندهاري ملګري په سېمه کې پر ولاړو خارجي عسکرو د سرپ موټر په توسط چي زیاته اندازه چاودیدونکي مواد پکې ځای پر ځای شوي ول،  برید تر سره کړ چي پکي ۱۶ تنه خارجي عسکر مړه او ۱۰ تنه نور مر ګوني ژوبل شول.
د یادونې وړ ده، چې سبا د طالبانو له لورې د خیبر په نوم د پیلېدونکيو نظامي عملیاتو په درشل کې، د هېواد په بېلا بېلو سېمو کې نښتو، جګړو او بریدونو بیا زور نېولی .

په دې لړ کې تېره ورځ د کندهار په میوند ولسوالۍ کې پر بهرنیو عسکر دوه سرتېري بریدونه او دا نننۍ پېښه یادولای شو.

په سېمه کې د عیني شاهدانو په قول، خارجي عسکرو له برید وروسته د ډیرې مودې لپاره د کندهار سپین بولدک لویه لار د ترافیکو پر مخ وتړله او هېچا ته یې له سېمي د تېریدو اجازه نه ورکوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x