واشنګټن پوسټ: یوه میاشت کې سلګونه هوايي بريدونه؛ بیا هم امریکا ناکامه

نن ټکی اسیا (۲۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د تېر میلادي کال په وروستۍ میاشت کې بهرنیانو او د دوی افغان ملګرو ۵۰۰ هوايي بریدونه کړي دي.

واشنګټن پوسټ په تازه ګڼه کې وايي، چې د دې هوايي بریدونو ساری په ټوله روانه جګړه کې نه دی لیدل شوی.

د سرچينې په قول بهرنیو او افغان ځواکونو په يوه ورځ کې پنځلس بریدونه هم کړي دي.

د راپور له مخې په هوايي بریدونو کې ډېروالی دومره لوړ شوی، چې کچه يې د ۲۰۱۶ میلادي کال په پرتله اوه برابره لوړه شوې ده.

له دې سره سره ورځپاڼه پر امریکايي حکومت غږ کوي، چې د دوی د نظامي ځواک د پوره زور سربېره بیا هم د افغانستان تر نیمايي خاوره د طالبانو تر واک لاندې ده.

واشنګټن پوسټ د کړکېچ د نړيوال سازمان (International Crisis Group) د مشر څېړونکي برهان عثمان له خولې ليکي، چې د امریکا نوې پالیسې یو جنګي جنایت دی.

د عثمان په قول په افغانستان کې لسګونه زره بهرنیو ځواکونو جګړه ونه شوای ګټلی، په زرو نورو تنو بریا نه شي تر لاسه کولی.

هغه وايي، امریکا د طالبانو فکري تګلاره نه ده پېژندلې، کنه اصلاً د ټرمپ نوې ستراتېژي د هغوی د ماتې پر ځای د هغوی جنګي روحيه لا پياوړې کوي.

واشنګټن پوسټ د یو بل شنونکي «بارنت روبین» له قوله لیکي چې امریکا ته د طالبانو بریا یقیني برېښي.

هغه ویلي، امریکا خپله ماتې فرض کړي، د طالبانو ماتې ورته ناممکنه ښکاري، نور نو دا ورته مهمه نه ده چې د جګړې پر ډګر څه پېښېږي.

دا په داسې حال کې دی چې تر یادې میاشتې دوه میاشتې مخکې سپټمبر میاشت کې هم ۷۵۱ هوايي بریدونه شوي دي.

د ډونالډ ټرمپ د نوې ستراتېژۍ له اعلان سره سم په هوايي بريدونو کې بې ساری ډېرښت راوستل شوی دی.

تر دې وړاندې د امریکا له لوري د ډېرو بمونو شمېر د ۲۰۱۲ په اګسټ میاشت کې و، چې ټولټال يې ۵۸۹ بمونه پر افغان خاوره غورځولي و.

سره له دې چې په هوايي بريدونو کې خورا زیاتوالی راغلی، خو په مقابل کې يې د امریکا او افغان حکومت مخالف وسله وال په هماغه اندازه نه دي زیانمن شوي؛ بلکې تر ټولو ډېر زیان يې ملکي وګړو ته اړولی دی.

د تېر میلادي کال په وروستیو کې د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون د هوايي بمباریو اړوند اندېښنې وښودې او په ډاګه يې کړه، چې د دې بریدونو له امله په ملکي مرګ ژوبله کې درې برابره ډېروالی راغلی دی.

د دې کمیسیون ویاند بلال صديقي ویلي و، دوی هیله من دي چې د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي په برخه کې غور وشي.

دوه ورځې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني له یو بهرني تلویزون سره خبرو کې هم پر دې ټينګار وکړ، چې د جګړې له لارې به سوله راولي او په وينا يې که اوس بریالي نه شي، نسلونه نسلونه به جګړې ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې د بهرنیو ځواکونو قومندان نېکولسن منلې چې ان پلازمېنه کابل کې ځان خوندي نه احساسوي او هڅه کوي ښار کې د ځمکني تګ پر ځای چورلکو کې لاړ شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د