نظــر

ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند معرفي کوي !

احمد مختار

ذبیح الله (مجاهد) له تیرو ۱۲ کلونو راهیسي د طالبانو ویاند او له رسنیو سره په دائم تماس ، ښه چلند او پر وخت حاضري کې د ریکارډ تر حده شهرت ته رسیدلی دی.

نوموړی د خپل کاري مسؤلیت د ښه پوره کولو په غرض په ۲۴ ساعتونوکې پوره ۱۶ ساعته د مبایل ټلیفون ، مخابرې ، ټویټر، واټساپ ، فیس بوک ، ټیلیګرام ، ایمیل او دسته جمعي ارتباط د نورو وسائلو په زریعه له کورنيو او نړیوالو رسنیو سره په مستقیم تماس کې وي.

په هره شیبه کې چې یې خبریالان د طالبانو اړوند د کومې پیښې په اړه نظر ويوښتي نوموړی یې په هماغه لحظه کې پوښتنې ته قانع کوونکی ځواب وايي.
پر دې سر بیره ښاغلی مجاهد له تیرو ۱۲ کلونو راهیسي د هیواد د بیلابیلو پیښو او قضایاوو په اړه د طالبانو رسمي اعلامیې، څرګندونې، وضاحت لیکونه او د ځانګړیو مناسبتونو په مهال د طالب مشرتابه رسمي پیغامونه او د اسلامي نړۍ د قضایاوو په اړه د هغوي غبرګونونه له رسنیو سره شریکوي.

د دغو ټولو کاري فعالیتونو او تماسونو لپاره ښاغلی مجاهد په خپل نوم معلوم ټلیفوني نمبر، او د ټولنیز ارتباط وسائلو ښکاره اکاونټونه لري خو بیا هم ډیری محلي رسنۍ تر اوسه پوري په خپلو رپوټونو، خبرونو او نظرونو کې د نوموړي په اړه دا جمله کاروي:

(( ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند معرفي کوي …))

دا نه معلومیږي چې د دې جملې له کارولو څخه د یادو رسنیو موخه څه ده؟

ایا دوي د طالبانو د ویاند په توګه د ښاغلي مجاهد په ۱۴ کلن فعالیت او د ده پر همدې ټولو معلومو ادرسونو شک لري او که د کوم خاص جهت له لوري ورته د ښاعلي مجاهد په اړه همدا جمله په خوله ورکړل شوې چې دوئ یې له ځانه د تغیر او تبدیل صلاحیت نه لري؟

له بده مرغه چې یاده جمله د نړیوالو رسنیو په نسبت د کورنیو هغو لخوا ډیره کارول کیږي ، چې دا کارونه یې پرته له دې چې د هغوی خبري ناپلویتوب او استقلالیت تر پوښتنې لاندې راولې د ښاغلي مجاهد پرصحافتي حیثیت او اعتبار کوم هیڅ منفي اغیز نه لري.

د دغې جملې کاروونکې رسنۍ یې ډیرې هغه دي چې د تمویل منبع او سرچینه یې د امریکا سفارت دی کوم چې د خبرلیکلو او خپرولو اصطلاحات او مصالح هم ټول هغه ورته مشخص کوي.

یادې رسنۍ که څه هم چې په ظاهره د افغانانو لخوا د افغاني ټولنې د پیښو د انعکاس په غرض ایجاد شوې ، خو ګټې او موخې یواځې هغه ورته لومړيتوب لري کومې چې د امریکايي سفارت مطبوعاتې آتشه یې ورته په نښه کړي.

همدا رسنۍ دي چې ډیری وخت د امریکايي فرهنګ هغه ناکاره او ملوث مُروِجات چې په ښکاره ډول د افغاني مسلمانې ټولنې له دیني، ملي او کلتوري ارزښتونو سره ټکر وي د دیموکراسۍ د ارزښتونو په نوم خپلې لاسته راوړنې بولي.

د ذبیح الله (مجاهد) په اړه د دغو اجرتي رسنیو یاده جمله هم خپله د دوي د فکرمحصول نه ؛ بلکې د هغوي د امریکايي ( دونرانو) هغه لازم الاجراء فرمایش دی کوم چې د دوي ټول ایجاد او تاسیس یې ور پوری تړلی دی ، ځکه نو دوی مجبورې دي چې تل د خپل کاري فعالیت په مهال دا جمله د امریکايي مخصوص وِرد په توګه په خپلو خپرونو کې وکاروي …

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل ساحل

د کوم خاص جهت له لوري ورته د ښاعلي مجاهد په اړه همدا جمله په خوله ورکړل شوې چې دوئ یې له ځانه د تغیر او تبدیل صلاحیت نه لري؟

بلکل همدا خبره ده ، دغه اجرتي خبریالان دهیڅ شیئ اختیار هم نه لري، داسلامي امارت ویندویان دي زنده باد وي په دوی دي په زرهاؤ آفرینونه وي چې تل یې خپل ولس ته دمجاهدینوغږ رسولی ،دمجاهدینوغږیې ترنړۍ پوري رسولی،او دکفارو اودهغوی دټولو اجرتي رسنیومقابله یې کړي ،

عبدالقدیر مهمند

برادر نهایت گرامی عزیز و محترم بلبل اسلام غازی ذ بیح الله مجاهد شیر مرد افغان افتخار بزرگ برای نسل های آینده ما می باشد که اخلاق حمیده و بسیار عالی دارند به امید استقلال آزادی و دیدار عزیزان طالبان سربکف افغانستان.

سيد مصطفي

د ذبيح الله مجاهد ورور او نورو مسولين د له برياليتوب په د الله ج سخه غوارم چي نور كامياب او سرفراز وسيژي
مننه وروره چي د حق په لار كي اواز اوچته يي الله مو مل شه

الحاج استاذ بیانزی

په دی اړه کیدی شی په نزدی راتلونکی کی کومه لیکنه په دی اړه ولیکو ، دومره به اوس ولیکم چه دغه وړتیا او پیاوړتیا یواخی د مجاهد د مغزو او متو زور نه بلکه د الله ج د خپلو نازولو دوستانو سره ځانګړی پیرزونه ده الله ج دی دغه پیرزونه تل جاری وساتی زمونږ د مظلوم مګر د مجاهد د ړندو سترګو اوښکی دی

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x