ورزش

کرېکټ: هند ته په ټیسټ سیالۍ کې پرلپسې دوهمه ماتې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د هند او سویلي افریقا ترمنځ په دوهمه ټیسټ لوبه کې چې د سویلي افریقا په کوربه توب په سینټورین لوبغالي کې ترسره شوه هند ته د ۱۳۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

سویلي افریقا د لومړۍ پاڼۍ په پېل کې د هند توپ وهونکي له ستونزو سره مخ کړي و، خو یوازې ویرات کوهلي ښه لوبه ترسره کړه چې ۱۵۳ منډې یې جوړې کړې او لوبډله یې د ۳۳۵ منډو په وړاندې ۳۰۷ منډو ته ورسوله.

په دوهمه پاڼۍ کې د سویلي افریقا لوبډلې ۲۵۸ منډې د ټولو لوبغاړو په سوځیدلو جوړې کړې چې هند لوبډلې ته یې ۲۸۷ منډې هدف وټاکه.

داسې بریښیده چې هند لوبډله به هدف په اسانۍ ترلاسه کړي خو له پېله د ستونزو سره مخ شوه او د ۴مې ورځې په پای ته رسیدلو یې په ۳۵ منډو ۳ لوبغاړي له لاسه ورکړل.

همدا ډول په ۵مه ورځ هم د سویلي افریقا توپ اچونکي وځلیدل او د هند توپ وهونکي یې پرینښودل هدف ته ورسیږي، او ټوله لوبډله لې په ۱۵۱ منډو وسوځوله.

د سویلي افریقا لخوا لونګي نګیډي چې لومړۍ ټیسټ لوبه يې ترسره کوله غوره لوبه وکړه، چې په لومړۍ پاڼۍ کې يې ۱ او دوهمه پاڼۍ کې یې ۶ لوبغاړي وسوځول، او همدارنګه د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې سویلي افریقا هند لوبډلې ته په لومړی ټیسټ لوبه کې چې په کیپ ټاون کې ترسره شوې وه هم د ۷۲ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x