د کال اوښتون له ځان سره څه پیغام لري؟

حبیب مجاهد

یو بل کال تېر شو، د نړۍ په لراوبر کې د نوي میلادي کال په مناسبت جشنونه جوړ شول، اورلوبې وشوې او نوې کلیزې بازار ته راووتې. که یوې خوا ته عیسوي نړۍ د نوي میلادي کال د رابریدو په خوښیو کې غرقه ده، بل اړخ ته په اسلامي دنیا دغم او ماتم وریځې خپرې دي. د شام، عراق، افغانستان، لیبیا، یمن، برما او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې دمسلمانانو غمونه پر خپل ځای چې تازه په تازه ورباندې د بیت المقدس د رسمي اشغال ویرجن داستان هم د پاسه شو. دې حوادثو مسلمانان له یوې مخې له روحي ځور او اندیښنو سره مخامخ کړي دي.تر دې چې ځینې خو یې د مطلقې ناامیدۍ او روحي شکست تر پولې رسولي دي.

خو د کال بدلون له ځان سره یو بل امید بښونکی پیغام هم لري. دا چې شپه او ورځ تیریږي، که څه هم د اوښکو په بدرګه او د ویر له ساندو سره همغاړې وې خو په تلو تلو کې دا هیلې تر شا پریږدي چې د دې جهان هر وړ حالت او امتحاني مرحله تیریدونکې ده.د غم شپه که هر څه اوږده وي، دحزن کال که هر څومره ستونزمن وي، د خزان یخ که هر څو زمولوونکی وي خو بالاخره تیریږي، پناه کیږي او ځای د پسرلي عطرورینو وږمو ته پریږدي.

د زمانې دغه بدلون او د امتحاني مرحلو تیریدل اسلامي امت ته هغه الهي پيغام ورپه زړه کوي چې ( ولا تهنو ولا تحزنوا . . .) مه کمزوي کوئ او مه خپه کیږئ . . . دا ورځې تیریدونکي دي، الله تعالی دا ورځې د د بندګانو تر منځ اړوي را اړوي، کله د غم او د کله د ښادۍ ورځ وي، کله د فتحې او کله د شکست مرحله وي.

په اسلامي امت اوسنی راغلی ازمویښت نه لومړنی دی او نه هم وروستنی، بلکې مسلمانانو په خپل څوارلس سوه کلن تاریخ کې تر دې ستر مصائب لیدلي او زغملي دي. کله چې د جزیرة العرب ټول مشرکین او اهل کتاب د مسلمانانو په خلاف سره یو لاس شول، په مدینه منوره یې هجوم ورووړ، دا خبره محتمله وه چې په مدینه کې د اسلام نوې روښانه شوې شمع خاموشه کړي، مګر مسلمانان ناامیده نه شول، هغوی د نهیلیو په توپان کې د امید ډیوې روښانه وساتلې، لاس په کار شول، د کفري یرغل د مخنیوي لپاره یي خندق ویوست او د کفارو لښکر یې تم کړ. تر دې چې وروسته الله تعالی بشپړه فتحه ورنصیب کړه او له امتحاني مرحلې بریالي ووتل.

له هغه وروسته کله چې صلیبي دنیا له مذهبي شعارونو او جنګي جذبو سره د مسلمانانو په خلاف راپورته شوه، صلیبي یرغلونه پیل شول، څو سوه کاله یي جریان درلود، بیت المقدس صلیبیانو ونیو او په لسګونو زره مسلمانان یي په یوه ورځ قتل عام کړل، بیت المقدس لسګونه کاله د اسلامۍ نړۍ له وجود څخه بیل شوی و، خو مسلمانانو د نا امیدۍ په ځای د امید لمن ټینګه کړه، د توان په اندازه یي مقابله جاري وساتله ، تردې چې الله تعالی د ایوبي په شان فاتح مشر په دې امت ولوراوه او لومړنۍ قبله یي بیرته ازاده کړه.

ورپسې کله چې له ختیځ څخه د تاتاري جنګیز فتنه راپورته شوه، سمرقند او بخارا یې وسوځول، له خراسان تر عراقه یې اسلامي نړۍ د اور او وینو په سیلاب کې غرقه کړه، په سلګونو زره مسلمانې میرمنې یې مینځې کړې، ماشومان یي غلامان کړل، باعزته مسلمان اولسونه یې توهین او تعذیب کړل، مدارس او مساجد یي وسوځول او د اسلامي حاکمانو له ککرو یې منارې جوړې کړې، خو الله تعالی بالاخره هغه د چنګیزي یرغل امتحاني مرحله هم تېره کړه، د سلطان قطز په شان د امت میړنیو غازیانو د چنګیز پیروانو ته شکست ورکړ او د اسلامي نړۍ یې له اشغال څخه خلاصه شوه.

له پخوانیو امتحاني مرحلو وروسته په نږدې وخت کې مسلمانان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له ورته امتحاناتو، سختیو، مشقتونو او ابتلاوو سره مخامخ شوي دي.یوه پیړۍ وړاندې چې د افغانستان، او منځني ختیځ له محدودو ځمکو پرته ټوله اسلامي نړۍ د غربي استعمارګرو په دام کې ښکیل وه، هغه مرحله چې مسلمانان له یو مخیز فکري او تبشیري یرغل سره مخامخ او د ځوان نسل د عقائدو د زوال خطر یې موجود و. خو الله تعالی هغه تش لاسي مسلمانان هم وساتل، بلکه دا چې اسلامي ویښتابه او علمي تنویر نور هم زیات شو.

په استعماري دوره کې د مصر، المغرب، لبنان او نورو اسلامي هیوادونو په مسلمانانو داسې حالت هم راغلی چې په زرګونو ښځو کې به یوه هم محجبه نه پیدا کیدله، بلکې ټولو به غربي لباس اغوست او له خپل دیني اصالت څخه به ناخبره او بیګانه وو، مګر نن سبا لله الحمد که هر څومره مشکلات، هجرتونه او سختۍ شته، خو مسلمانان د هر وخت په نسبت له دین څخه آګاه دي. خپل دوستان او دښمنان پیژني. خپل او پردي ارزښتونه سره بیلولای شي او په آسانه د عقیدوي دښمنانو په دام کې نه لویږي.

نو مسلمانه وروره !

که هر څو ستړی او ستومان یې، که هر څو ځپل شوی او په آزمون کې واقع یې! خو بیا هم د الله تعالی له رحمته مه ناامیده کیږي. اوس هم هماغه رب لرو چې ابراهیم علیه السلام یې د نمرود په اور کې وساته او موسی علیه السلام یې د فرعون له لښکره خلاص کړ.

هغه دین چې موږ ورباندې باور لرو، هغه عقیده چې موږ په خپلو زړونو کې ساتلې ده او هغه لاره چې موږ د خپل ژوند لپاره انتخاب کړې ده، هغه په دې ارزي چې د پاللو لپاره یې دغسې تکالیف برداشت شي. دا لاره له لویه سره د هوسونو او دنیوي لذاتو لاره نه ده، بلکې د تکلیفونو او سختیو د برداشت لاره ده. لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې فرمایي: حفت الجنة بالمکاره . . . جنت په سختیو کې پټ دی.خو په دې هم باور ولره چې سختۍ تل ترتله نه وي، بلکې لکه شاعر چې وایي :

لابد للیل أن ینجلي

و لا بد  للقید ان ینکسر

مطلب دا چې شپه به ضرور یو وخت رڼا کیږي او زولنې به خامخا یو وخت ماتیږي.لکه څنګه چې کال تیر شو او د کال شپې سبا شوې، دغسې به د اشغال شپې هم الله تعالی سبا کړي او د کفري ستم ځنځیرونه به ټوټه ټوټه کړي.

و ماذالک علی الله بعزیز

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

حبیب صاحب! پسله سلامونو. ښه هیله زېږوونکې لیکنه ده ،په ضمن کی تر څلورو پنځو وروستیو کرښو پرته، نوره لیکنه هم خوندوره ده او هم معلوماتی.خدای دی خیر درکی. دا چه وروستۍ څو کرښی می استثنی بللی دی منظور می د اشغال تائید ندی بلکه منظور می یو بل پراخ مفهوم دی پدې معنی چه: نن ورځ له نظامی نظره فقط یو څو معدود هیوادونه د اشغال تر سیوری لاندی دی، پداسی حال کی چه ستاسی لیکنه او په مجموع کی هر سپېڅلی انسانی- اسلامی ارمان د کُل مسلمان یا کُل اسلامی نړي پر محور باندی باید را وګرځی او… نور لوستل »