افغانستان

ډاکټر عبدالله له پنجشیریانو غوښتي چې له اشرف غني سره یو ځای نه شي

نن ټکی آسیا: ډاکټر رمضان بشردوست په خپله رسمي فیسبوک پاڼه کې دهغه لیک  تصویر خپور کړی دی، چې پکې دډاکټر عبدالله تبلیغاتي ډلې د پنجشیر له اوسېدونکو غوښتي چې د پنجشیر د اتحاد په خاطر له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره یوځای نه شي.یادلیک د پنجشیر د ولایت مقام له خوا د دې ولایت د حج اوقافو ریاست ته راجع شوی دی، چې باید پر جوماتونو وویشل شي او د جمعې په خطبو کې دې ولوستل شي.

د ډاکټر عبدالله عبدالله ټاکنیز تبلیغاتي ګروپ په دې لیک کې د پنجشیر اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی چې دوی پنجشیر له ولایت نه پر ولسوالي  بدل کړ او نږدې پنځه دېرش سلنه لوړ رتبه دولتي مامورین د دې ولایت اړوند دي، په لیک کې کښل شوي:

 «پنجشیر از ولسوالی به ولایت ارتقا کرد، درحدود اضافه تر از ۳۵ درصد کارمندان بلند پایه حکومتی از پنچشیر اند.»

دوی په دې لیک کې د پنجشیر اوسېدونکو باندې غږ کړی، چې تېر وار احمد ضیا مسعود ستاسې رايې زلمي رسول ته جذب کړې، چې د (سپه سالار شهید) په هم سنګرو کې يې له بې اتفاقي پرته نورڅه پیدا نه کړل.

په لیک کې راغلي چې د زلمي رسول ډله غواړې دا ځل ستاسې رايې اشرف غني ته وکاروي، چې په دې سره به ګواکې د نیم افغانستان رهبري قوت (پنجشیر) ټوټه ټوټه شي:

 «پس، از شما میخواهم که با آن ها یکی نشوید، از آن ها نشنوید وپنجشیر را که رهبری اضافه تر از نصف افغانستان رابه عهده ګرفته است، توته و پارچه نکنید.»

ډاکټر رمضان بشردوست څوساعته وړاندې دالیک په داسې حال کې په خپله فیسبوک پاڼه کې خپور کړی، چې د لیک تر خپرېدو څو ساعته وړاندې ډاکټر زلمي رسول له ډاکټر عبدالله عبدالله سره د یوځای کېدو اعلان وکړ.

د شنونکو په باور دا لیک به ښايي د دوی په همغږۍ بد تاثیر وکړي، خو د دې ترڅنګ د ډاکټر عبدالله عبدالله اړوند به د پښتونو پر رایو هم بې اغېزې نه وي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x