افغانستان

محمود صیقل: د ملي یووالي حکومت دې راتلونکې ټاکنې نه ځنډوي

نن ټکی اسیا (۲۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي محمود صیقل ویلي، چې له ټاکنو پرته راتلونکی نظام د منلو وړ نه دی او د ملي یووالي حکومت دې ټاکنې نه ځنډوي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی چې کابل ته یې د امنیت شورا د راغلي پلاوي ملتیا کوله، له ټاکنو پرته یې راتلونکی نظام د نه منلو وړ بللی دی او حکومت یې سپارښتنه کړې چې راتلونکې ټاکنې دې رڼې او پر خپل وخت ترسره کړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوي افغان دولت ته ویلي، چې ملګرو ملتونو ته هغه حکومت مشروع دی چې د ټاکنو په پایله کې رامنځته شي او ټاکنې یې هم شفافه او له درغلیو پاکې وي.

محمود صیقل ټینګار کړی، چې د راتلونکو ټاکنو لپاره باید افغان حکومت او نړیواله ټولنه ګډ کار وکړي او د خلکو اندېښنې لرې کړي؛ څو په ټاکنو کې برخه واخلي.

په افغانستان کې د ټاکنو د څار بنسټونه وايي، چې د ملي حکومت تراوسه د خپلمنځي اختلافاتو له امله د دغه کمېسون کارکوونکي بشپړ کړي نه دي او نه د ټاکنو کمېسیون د دې توان لري، چې راتلونکې ټاکنې پر خپل وخت ترسره کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان کړی، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به د راتلونکي کال د چنګاښ په ۱۶ مه ترسره کړي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوی روانه اوونۍ کابل ته راغلی و او د ملي یووالي حکومت له بېلابېلو چارواکو سره یې ولیدل.
د افغانستان لپاره د امریکا د مرستو د څار ادارې«سیګار» په پخوانیو راپورونو کې ویلي وو، چې اوسمهال د هېواد ډېره خاوره د طالبانو تر ولکې لاندې ده او په داسې حالت کې راتلونکې ټاکنې ناشوني دي، چې هېواد شموله ترسره شي.

په ټاکنو د خلکو بې باوري هغه نوره ډېره شوه، چې درې کاله وړاندې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د امریکا د بهرنیو چارو مخکېني وزیر جان کېري لاسوهنه وکړه او اوسنی د ملي یووالي حکومت یې د غني او عبدالله عبدالله ترمنځ پنځوس ـ پنځوس سلنه ووېشه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x