fbpx

د جانکیري په لاس جوړشوي حکومت ستونزې به خامخا د مایک پنس په مداخلې هواریږي

نن ټکی اسیا ـ سرمقاله : ګډ حکومت چې د حکومت ولي په مروجه نظامونو کې یې د نړۍ په مخ بیلګه او ساری نه لیدل کیږي هغه عجیب الخلقته حکومت دی چې نه یې د جوړیدو امتیاز د افغانانو دی او نه یې هم د خپل منخي ستونزو د هواري صلاحیت هغوی لري.

د دې مسخره حکومت د ولسمشر او یوه والي ترمنځ د عزل او نصب پر سر را ولاړه شوې لانجه یوې میاشتې ته وغځیده چې نه یې اجرائیه ، نه مقننه او نه هم قضائیه قوه په هواري وتوانیدلې ، اخیر خبره د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پنس مداخلې ته ورسیده چې پرون ماښام یې د ولسمشر او والي ترمنځ په خپل وساطت د روغې جوړې دستور صادر کړی دی.

ګډ حکومت چې په ظاهرې تشکیل کې یې له ولسمشري نیولې تر ولسي او مشرانو جرګې ، عدلیه او سترې محکمې پوري د یوه ریښتوني حکومت ټول ارګانونه شتون لري خو یو یې هم د دې واک او وړتیا نه لري چې د ولسمشر او والي ترمنځ لانجه هواره کړي، دا خو تر اوسه یواځې د یوه والي ستونزه ده نور دې خدای خیر کړې چې د کندهار امنیه قومندان او حیرتان بندر سرحدي مسؤل راتلونکې لانجې به د چا په منځګړیتوب هواریږي.

اصلا امریکایان په لوي لاس غواړي په افغانستان کې د غني او کرزي په څیر خپل دوهم نمبر داسې ملکي مامورین استخدام کړي چې نه اجرائي صلاحیت لري او نه هم پوځي تسلط.

تر کرزي او غنی به د دوي لپاره دا ډیر غوره وای چې په کابل کې یې هم د بغداد په څیرد پال بریمر تر مشرۍ لاندې یوه پوځي اداره جوړه کړي وای چې نتیجه کې به یې د اوسني حکومت د نیمګړې کابینې د غلوو وزیرانو، فاسدو وکیلانو او د حکومتي غلو د ټولو درغلیو پیسې ورسپمیدلې وي.

خو امریکایانو له دوو وجو دا کار نه دی کړی :

لومړی دا چې د افغانستان د روان جهادي مقاومت له برکته امریکایان دلته د هغو نخرو جرئت نه لري کوم چې دوي یې په عراق او خپلو نورو مستعمرو کې کوي.

دوهم داچې امریکایان غواړي د غني د فاسد حکومت له شته ګډوډيو ، فساد ، غلاګانو او بيواکي څخه افغانان دومره ستړي کړي چې اخیر خپله د بیوسه غني په ځای د کابل ادارې لپاره د امریکايي حاکم په حکومت ولي باندې راضي شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د