نړۍ

مونیکا لوینسکي: زما او د بیل کلینټن اړيکې په خوښه وې

د سپينې ماڼۍ پخوانۍ مامورې مونیکالوینسکي له اوږدې چوپتیا وروسته په افسوس وویل، چې د دې او د امریکا د پخواني ولسمشر بیل کلینټن جنسي اړیکي د دواړو په خوښه وي.

څلوېښت کلنې لوینسکې په فانيتي مجله کې لیکلي: «زه هغه څوک یم، چې زما او د ریس کلینټن ترمنځ په شوي کار پښېمانه یم، پرې مې ږدئ چې ووایم، زه هغه څوک يم، چې پخپل کړي کارسخته پښېمانه یم.»

د همدې جنسي رسوايي په سر کلینټن په ۱۹۹۹ ز کال کې د امریکا د مشرانو جرګې له خوا استیضاح شو، چې په پایله کې برائت ورکړل شو او تر ۲۰۰۱ز کال پورې پاتې شو.

مونیکالوینسکې پخپله مقاله کې اعتراف کړی، چې دا د کلينټن د ساتنې لپاره قرباني شوه، هغې لیکلي: «زه په داسې قربانۍ بدله شوم، چې کلینټن پرې وساتل شي.»

دې ويلي دي، د (دوه اړخیز رضایت) اعتراف يې ځکه وکړ، چې ګواکې د دې له دې قضيې بل ډول ګټه اخېستل کېده.نوموړې په خپله مقاله کې لیکلي: «داسې وړاندیزونه هم راته وشول، چې آن لس میلیونه ډالر مې پرې ګټلای شوای، خو ما ځکه رد کړل چې له دې پېښې داسې ګټه سمه نه ده.»

هغې اعتراف کړی، چې څو واره له تحقیقاتو وروسته ورته د ځان وژنې سوچ ور لوېدلی، چې عملي کړی يې نه دی.

د امریکا د ډېرو لوړپوړو مامورینو او آن ځينو مذهبي مشرانو اړوند د ناروا جنسي اړیکي راپورونه ورکړل شوي دي. چې له دوی نه په تاثر څه وخت مخکې د په ولسي جرګه کې د کابل دخلکو مخکيني استازي کبیر رنجبر هم پردۍ لور څو میاشتې پخپل کور کې زنداني کړې وه. چې د داسې اړيکو د تورونو راپورونه هم پرې خپاره شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x