شعـــــرونه

د پيو مجنونان

شاعر : حضرت يوسف مزمل

دا تش د پيو او د نس مجنونان مه يادوئ
هغه سپين سترګي وطن فروش رقيبان مه يادوئ

چي تر پرون د يو هدف د يو سنګر ملګري
نن د اغيار تر څنګ ولاړ ها ياران مه يادوئ

چې لاروى د سپين قران تر سر د دار رسوي
هغه بې ننګ استاذان او شيخان مه ياد وئ

چې په عزت د ګران وطن باندي يي لوبي وکړې
تش په نامه دا پښتانه افغانان مه ياد وئ

چې د هيواد د حريت ناوې يې سر توره کړله
دا لنډه غر ډالر خواره غلامان مه يادوئ

چې مو زخمو ته ټکور نه شو او پرې مالګي پاشي
دا د پرديو مزدوران طبيبان مه يادوئ

چې د سنګر پر ځاى ګودر ، منګى ، رباب خوښوي
اې ! (مزملَ) بې احساس شاعران مه يادوئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x