
څلور کامرې لرونکی سمارټ فون بازار ته وړاندې شو
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): چینایي شرکت «هوواوې» خپل سوداګریز «Honor» نوی څلور کامرایي ارزانه ځیرک مبایل په هند کې بازار ته وړاندې کړ.
آنر ۹ لایټ «Honor9 Lite» نومې ددغه سمارټ فون ځانګړنه داده چې مخکې او شاته دوه دوه کامرې لري، چې په کې د انډرایډ اوریو عملیاتي ۸.۰ سیستم استعمال شوی دی.
دغه سمارټ فون تېر ۲۰۱۷م کال د دیسمبر په میاشت کې په چین هېواد کې وړاندې شوی و خو اوس هند کې بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې شو.
دغه ځیرک مبایل چې ۱۳ او ۲ میګا پیکسله مخامخ لینز لرونکې کامرې لري، د PDAF فوکس سره د طبیعي انځور اخیستلو وړتیا لري.
په دغه سمارټ فون کې ۵.۶۵ انچه د ۱۸.۹ IPS ډیسپلی ورکړل شوې ده، چې د دوه سیم کارتو اخیستلو وړتیا لري.
دوه سیم کارته لرونکی ځیرک مبایل د اوکټا کور «Octa-Core» ۶۵۹ هوواوې پراسیسر سره ۳ او ۴ جي بي ریم او ۳۲ او ۶۴ جي بي حافظه لري، همدا ډول د مایکرو میموري کاډ او مایکرو USB کاډ وړتیا هم لري چې کاروونکي کولای شي په دوه ورژنو کې یې له بازار څخه ترلاسه کړي.
کمپنۍ د مبایل بیټرۍ په اړه وايي: ددې ځیرګ مبایل بیټرۍ چې ۳۰۰۰ mAh ده او د خبرو جریان یې له فعال 3G انټرنيټ سره ۲۰ ساعته، او بې له خبرو تر ۲۴ ورځو کار ورکوي، چې د ۸۶ ساعتونو غږیز اوریدنې او ۱۳ ساعته افلاین ویډیو کتل پرته له انديښنې کارولی شي.
د ۳ جي بي ریم او ۳۲ جي بي حافظه لرونکی مبایل په «۱۱۷۰۰» هندي کالدارې او ۴ جي بي ریم لرونکی له ۶۴ جي بي حافظې سره په «۱۷۶۰۰» هندي کالدارې بازار ته وړاندې شوی، چې د ۴ جي بي لرونکي مبایل د ۳۲ جي بي حافظې بلې برخې بیه «۱۴۶۵۰» هندي کالدارې ایښودل شوې ده.
لکه څنګه چې ددې سمارټ فون مخامخ کامرې ۱۳ او ۲ میګاپیکسله دي همدا ډول شاتنې کامرې هم دي خو په شاتنی کامرو کې LED فلش او PDIF اتوماتي فوکس موجود دی.
سرچینه: hihonor.com او ډان نیوز