fbpx

د مایک پنس له ټویټ څخه د غني او عطا بیلابیل تعبیرونه

خالد افغان زوی

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس په ټویټر ولیکل چې له اشرف غني سره یې ټیلفوني خبرې کړې دي او ټینګار یې کړی چې په بلخ کې د واک انتقال دې په سوله ایزه توګه ترسره شي.

د مایک پنس له دې خبرې وروسته د غني او عطا دواړو پلویان هڅه کوي چې د دغه کوچني ټرمپ لنډکۍ خبره په خپله ګټه تعبیر او تفسیر کړي. د جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني د عطاء په استازیتوب سمدستي غبرګون وښود او  ویي لیکل چې دوی د مایک پنس د خبرې هرکلی کوي. د عطا نور  اړخ د مایک پنس پر ټویټ د خپلو شرحو او حاشیو په لړ کې د نوموړي خبره داسې تفسیر کړه چې ګواکې امریکا د ارګ او عطا نور تر منځ د معاملې هر کلی کوي.

بل اړخ ته د ارګ او اشرف غني کسان هم د مایک پنس ټویټ ته خوشاله دي. دوی وایي امریکا زموږ پر خوا ده او غواړي چې عطا نور باید پرته له چون او چرا د بلخ ولایت له چوکۍ کوز شي. په داسې حال کې چې د غني او عطا نور پلویان لا هم د امریکایي مرستیال ولسمشر د ټویټ په اړه په فیسبوکي ناندریو سره بوخت دي او هر اړخ غواړي د نوموړي خبره په خپله ګټه تعبیر او تفسیر کړي. مایک پنس خپل ټويټ ته تشریح نه ده ورکړې چې بالاخره نوموړی په دې لانجه کې د کوم اړخ ملګری دی.

په دې مابین کې تر ټولو جالبه نکته د اشرف غني او عطانور د پلویانو ‌ذلیلانه وضعیت دی، چې خپل تقدیر د یوه بل هیواد د مرستیال ولسمشر په ټویټ کې لټوي. وایي څوک چې د متعال خدای جل جلاله له دربار څخه مخ وګرځوي نو ضرور به بیا د داسې ذلیلو انسانانو بندګۍ ته مجبوریږي.

عطانور او اشرف غني چې د حقیقي رب تعالی په ځای یې ټرمپ او امریکا ته د بندګۍ سرونه ټیټ کړي.اوس نو مجبور دي چې د بنده د بندګۍ ټولې سختۍ هم برداشت کړي.دوی د دې په ځای چې د خپلې بریا او ناکامۍ، خپلې نیکبختۍ او بدبختۍ او یا هم خپل مقبولیت او مردودیت لپاره دیني نصوص معیار او محک کړي او د الله تعالی په وړاندې د مقبولیت په ترازو ځان وتلي، خوارکیان د سپینۍ ماڼې رحم کرم  ته پاته دي او خپله نیکبختي یا بدبختي د هغه دجال ګوټي (مایک پنس) په تندي کې ګوري چې په امریکا کې د یهودي لابۍ اساسي عنصر او د بیت المقدس د غصب ستر حامي بلل کیږي.

د عطانور او اشرف غني فیسبوکي مریدانو د مایک پنس له دوه کرښې ټویټ څخه خپله د نجات او هلاک وثیقه جوړه کړې، دا څو ورځې په همدې بوخت دي او هر اړخ ورباندې اوږدې اوږدې شرحې او حاشیې کوي ترڅو د دوی په ګټه تعبیر شي. دوی یو بل په دې تورنوي چې په انګلیسي کې مهارت نلري او د مایک پنس د ټویټ په حقیقي مفهوم نه دي رسیدلی.

نو دم ګړۍ د دموکراسۍ په رژیم کې مهمه خبره همدا ده چې د ارګ د مفکر او د بلخ د امپراطور دواړو برخلیک د مایک پنس په ټویټ پورې غوټه دی. تراوسه نه ده معلومه چې مایک پنس به خپل ټویټ ته څرنګه تشریح ورکوي او د کوم اړخ په حق کې به فیصله کوي. د عطانور پلویان دعاګانې کوي چې د مایک پنس ټویټ د دوی په ګټه تفسیر شي او د اشرف غني اړخ بیا داسې انګیري چې دارګ حیثیت تر همدې دوه ګوتې ټویټ پورې تړلی او که خدای مکړه د دوی په زیان تعبیر شي نو د ملي وحدت ګړوبه شوې کیږدۍ ړنګه بویه.

دې وضعیت ته په پام سره کتونکي وایي چې د بلخ او ارګ لانجه دحقوقي او قانوني حل په ځای اوس د ژب پوهنې بحث ګرځیدلی. د انګلیسي ژبې ماهرین باید ډیکشنریو ته مراجعه وکړي تر څو معلومه کړي چې د مایک پنس خبره بالاخره د چا په ګټه او د چا په زیان ده. تراوسه معلومه نه ده چې مایک پنس به خپلې مبهمې خبرې ته تشریح ورکړي او که خپل حلقه بګوش غلامان به همداسې سرګردان او په وسواس کې پریږدي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

که دا غلامی نه وی نو غلامی لکي لری ؟ چه د شمال غلام هم د بادار د ملاتړ او د جنوب غلام هم د بادار د ملاتړ په غم کی دی دواړه خواوی فکر کوی چه دا ځل به د جان کیری په ځای جان تیلر دواړه یو په اړرګ کی ریس او بل په مزار کی والی پریږدی لا به نور او عبدالله سره معاوضه کړی

عبدالولی (فهیم)۰
میلمه
عبدالولی (فهیم)۰

عطاګی نور څه غواړی ځان یی د بیت المال په پیسو وپړساوه همدومره پاتی چی دوه پړاقی شی او د ریس جمهور څخه می دا هیله ده چی سر دی نور پی مه خوګوه او زر تر زره فیصله کوه دا خو زه درته تضمین درکوم چی دا سړی په ظاهره زمری ښکاری په اصل کی ګیدړ دی نو که ته د ګیدړ نه هم ډاریږی بیا دا پادشاهی د تالپاره ښه نده لاړشه چیری کچالو ګان خرڅوه.