پاکستان افغان کډوالو ته د اضافي وخت له ورکولو انکار کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۳۹۶ل): پاکستان ويلي، چې افغان کډوال يوازې پنځلس ورځې وخت لري، چې بايد له پاکستانه ووځي او په دې اړه يې د ګډ حکومت د چارواکو له لوري کډوالو ته د يو کال وخت د ورکولو غوښتنه رد کړې ده.

د روان کال په لومړيو ورځو کې پاکستان اعلان وکړ،چې افغان کډوال بايد تر يوې مياشتې له پاکستانه ووځي او اوس د دغه ضرب الاجل يوازې ديارلس ورځې پاتې دي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له پاکستانه غوښتي، چې افغان کډوالو ته بايد يو کال وخت ورکړل شي، خو د پاکستان لومړي وزير شاهد خاقان عباسي په مشرۍ د ملي امنيت شورا د افغانستان غوښتنه رد کړې او افغان کډوالو ته يې د اضافي وخت له ورکولو انکار کړی دی.

د کډوالو د چارو وزارت وياند اسلام الدين جرئت په کابل کې رسنيو سره په خبرو کې د پاکستان پر پرېکړې نيوکه کړې او هغه يې يو اړخيزه بللې ده.

ښاغلي جرئت ويلي: «په پاکستان کې له دوو ميليونو زيات افغان کډوال اوسېږي او د کډوالو د نړيوالو قوانينو له مخې پاکستان د دې حق نه لري، چې د دغو کډوالو په اړه يو اړخيزه پرېکړه وکړي.»

پاکستان کې له پنځلس لکو زيات راجسټر او همدومره شاوخوا غیر راجسټر افغان کډوال پراته دي، چې تېر کال څه کم اته لکه کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.

که څه هم د ګډ حکومت چارواکي وخت پر وخت له خلکو غوښتنه کوي، چې خپل هېواد ته راستانه شي، خو په ورته وخت کې دا هم مني، چې د راتلونکو کډوالو لپاره چمتووالی نه لري.

تېر کال، چې څه کم اته لکه کډوال افغانستان ته را ستانه شول، خو په هېواد کې د نا امنيو، بې کاريو او نورو ستونزو له امله زرګونه کورنۍ بېرته پاکستان ته ستنې شوي او هلته د لاس او نورو مزدوريو له لارې د خپلو کورنيو لپاره د رزق پيدا کولو په لټه کې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د