افغانستان

په سالنګ کې د ترافیکي پېښي له کبله پنځه تنه نادرکه شوي

نن ټکی آسیا: د یوه ۳۰۳ بس موټر د چپه کېدا په پېښه کې چې تېره ورځ د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې رامنځته شوه، تر اوسه پورې پنځه کسان لادرکه دي.

چارواکي وايي، چې تېره ورځ مازدیګر مهال یو ۳۰۳ بس چې له کندوز څخه د کابل پر لور روان و، د پروان په سالنګ درې کې چپه شو او د ۵۰ تنو سپرلۍ څخه، چې ډېری یې ټپیان دي، تر اوسه پورې پنځه کسان ورک دي.

د سالنګ ولسوال محمد صابر احمدي  تایید کړه، چې په دې پېښه کې چې تېره ورځ را منځته شوه، پنځه کسان نادرکه دي، خو وايي، چې د امنیتي عسکرو عملیاتي ټیم یې لټون پیل کړی.

نوموړي وویل، چې له پېښي سمدستې وروسته چپه شوی موټر د جرثقیل په مټ له سیند څخه را و ایستل شو.

بل پلو د پروان د دولتي روغتون یوه مسؤل ډاکتر رسنیو ته ویلی، چې له دې ترافیکي پېښي څخه دوی ته دوه مړي او ۲۱ ټپیان ور وړل شوي، چې په ټپيانو کې د لسو تنو روغتيايي وضعیت نازک و او کابل ته ولېږدول شول او پاته نور ټپیان له درملنې وروسته رخصت کړای شول.

د پروان د ترافیکو ریاست هم د پنځو کسانو نادرک کېدا ومنله.

د یادونې وړ ده ، چې په دې وروستیو کې د هېواد په مرکز، جنوب او جنوب لویديځ سربېره په شمالي او ختیځ سېمو کې هم خونړۍ ترافیکي پېښي رامنځته کېږي. خو د دې ستونزې د رفع کولو لپاره تر دې دمه کوم کوټکي ګامونه نه دي اخیستل شوي  

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x