نور د سرتاسري «پاڅون» ګواښ کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د بلخ ګوښه شوي والي عطاء محمد نور په تازه څرګندونو کې ویلي، که د حکومت او جمعیت ګوند ترمنځ خبرې بې پایلې پای ته ورسېږي؛ سرتاسري پاڅون به وکړي.

نور تېره ورځ په بلخ کې یوې خبري ناستې ته ویلي، د ملي یووالي حکومت مشران د ځینو«اشخاصو» د حذف په لټه کې دي او تر هغه پورې چې په ټول هېواد کې ټولنیز او سیاسي عدالت نه رامنځته شوی؛ اوسنۍ ستونزې نه حلېږي.

ده یو ځل بیا د ملي یووالي حکومت دواړه مشران تورن کړي، چې چارې سمې مخته نه شي وړی او د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي، چې د همدغو لاملو له مخې به دی اړ کړی شي، چې سرتاسري پاڅون وکړي او د «دروغجنو څېرو» دېوال ونړوي.

د ارګ او جمعیت ګوند ترمنځ اووه ځلې خبرې اترې شوې؛ خو ارګ د جمعیت ګوند اووه ماده ییزه طرحه نه ده منلې، چې له امله یې د بلخ ګوښه شوي والي عطاء محمد نور هم په بلخ کې پښې ټینګې کړي دي او واک نه پرېږدي.

جمعیت ګوند ارګ ته په وړاندیز شوې طرحه کې غوښتي وو، چې د ملي یووالي حکومت هوکړه لیک دې بشپړ پلی شي، په نظام کې دې بدلون راشي، اساسي قانون دې تعدیل شي، برېښنايي پېژندپاڼې دې ووېشل شي، عطاء محمد نور دې د اوسني حکومت تر پایه د بلخ د والي په توګه پاتې شي او د اساسي قانون د څار بنسټ دې رامنځته شي؛ خو ارګ د جمعیت ګوند ټولو غوښتنو ته د «نه» ځواب ویلی او رد کړي یې دي.

د روانې اوونۍ په پیل کې د سیمه ییزو اورګانونو ادارې ویاندې ویلي وو، چې له دې وروسته د عطاء محمد نور لاسلیک نه چلېږي او نه څوک ګوښه کولی او یا مقررولی شي؛ خو نور یې په غبرګون کې ویلي وو، چې حیرتانو بندر ټول عواید به راوګرځوي او د بلخ ټولې اړتیاوې به له دغه بندره پوره کړي.

کابو شپږ اوونۍ وړاندې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند شاه حسین مرتضوي اعلان وکړ، چې ارګ د بلخ د والي عطاء محمد نور استعفا منلې ده او څو ورځې وروسته یې انجینر داود د بلخ والي وټاکه. خو تراوسه ارګ نه دی توانیدلی، چې بلخ ته ټاکل شوی والي په دنده وګوماري.

تېره ورځ د امریکا د ولسمشر مرستیال مايک پنس او ولسمشر غني ترمنځ د ټېلیفوني خبرو کې نوموړي له غني غوښتي وو، چې د بلخ او ارګ لانجه دې په سوله ییز ډول حل شي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سيد مصطفي
میلمه
سيد مصطفي

شه كار دي چي گداگي ظالمان يو بل سره اخته سي په دي كي لوي خير به وي

عبدالولی (فهیم)۰
میلمه

که دولت د نور ګوښه کولو کی پاتی راشی نو زه هم مجبور یم چی کابل کی خپل حکومت اعلان کړم بیا دی لاس د غنی او عبدالله ګی خلاص یی .