
روسيې د افغان سولې اړوند د مخامخ خبرو د زمینې ټټر وهلی
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۳۹۶ل): وروسته له هغه چې په ترکیه کې د حزب اسلامي په منځګړيتوب د سولې جعلې ناسته رسوا شوه، روسيې د افغان سولې اړوند د خبرو لپاره د زمینې برابرولو ټټر وهلی.
د روسيې د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه هېواد حاضر دی د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي.
سره له دې چې بهرني او افغان چارواکي پرلپسې ټينګار کوي، چې د جګړې له لارې سوله راولي، روسيه وايي دا مسئله په زور نه حل کېږي.
سرچينه وړاندې زیاتوي چې روسيه له زړه غواړي په افغانستان کې سوله راشي، د خبرپاڼې له مخې په دې هېواد کې ارامي د ګاونډيانو په ګټه ده.
تر دې وړاندې هم روسيې ورته وړاندیزونه کړي و، خو افغان چارواکو تر څو ورځې وړاندې پورې د سولې ټولې هيلې په پاکستان پورې تړلې بللې.
وروسته له هغه چې د امریکا او پاکستان تر منځ اړيکي خړې شوې، افغان چارواکو هم د بهرنیانو په پله پل کېښود.
د سولې شورا دارالانشاء رییس اکرم خپلواک وړمه ورځ په یوه غونډه کې وویل، د سولې په برخه کې پاکستان تر ټولو ستر خنډ دی.
طالبانو پرلپسې ټينګار کړی چې د سیاسي اړیکو لپاره په قطر کې د دوی سیاسي دفتر معلوم ادرس دی.